لویو امریکايي ښارونو کې لاریونونه او ګرځبندیز
د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ د اخ و ډب کابولو کولو د هڅې په توګه ګرځبندیز لګول شوی. دا لاریونونه په مینیپولیس ښار کې د یوه افریقا الاصله وګړي تر وژل کېدا وروسته پیل شول.
نن په ځینو امریکايي ښارونو کې د لاریونونو پنځمه شپه ده، چې د اړدوړ ضد پولیسو یې پرضد اوښلن غاز او ربړي مرمۍ هم کارولې دي.
لاریونیانو د پولیسو ځینې ګاډي وسوځول او په نیویارک او فلادلفیا او واشنګټن کې هم د اخ و ډب پېښې رامنځ ته شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که سیمه ییز چارواکي د لاریونیانو په کابو کولو کې پاتې راغلل، پوځ دې مداخله وکړي.
ټرمپ د تاوتریخجن اخ و ډب ملامتیا پر لوټمارو او اړ و دوړ جوړوونکو اچولې ده.
- ۱۱ وژنې چې د امریکا پولیسو ظلمونو خلاف یې احتجاجونه راوپارول
- د تورپوستي د وژلو له امله لاریونیان د امریکا بېلابېلو ښارونو کې له پولیسو سره کېوتل
د مینیسوټا ایالت والي ټیم والټز ویلي، لاریونونه "په هېڅ ډول" د ۴۶ کلن جورج فلویډ د وژنې پر پېښې پورې تړاو نه لري.
دی وايي، په دې ایالت کې یې په بشپړ ډول د اړدوړ کابو کولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
په مینیپولیس کې تورپوستی پولیس په زندۍ کولو وژل شوی، هغه چې پولیسو نیولی و.
په یوه وېډيويي کلیپ کې ښکاري چې ۴۴ کلن پولیس ډیریک شوفین د فلویډ مرۍ څو دقیقې زندۍ کړې، خو هغه چیغې ورته وهي چې "سا نشي اخیستی"، دا پېښه د ۴ پولیسو د دندو ځنډولو لامل شوه.
یاده وېډیو پر انټرنېټ ډېره زیاته شریکه شوه، خو لاریونیانو یوځل بیا پر امریکايي پولیسو خپله غوسه سړه کړه.
له دغو پولیسو پر یوه یې د قتل تور لګول شوی او نیول شوی او درې نور له دندو لیرې شوي پولیس ازاد دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د ښاغلي فلویډ له کورنۍ سره یې خبرې کړي دي. هغه مخکې ویلي وو چې "عدالت به پلی شي."
د فلویډ کورنۍ د پولیس د نیول کېدو هرکلی کړی، خو وايي اصلي تور باید پر همدغه کس ولګول شوي او نور پولیس هم باید ونیول شي.
هر کال تر زرو ډېر کسان د امریکايي پولیسو په لاس وژل کېږي او ډېری قرباني کېدونکي کسان تورپوستي دي.