شاته

پاکستان : د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د ماسک اغوستل لازمي

د پاکستان حکومت په ملک کې دننه د کرونا وایرس د زیاتیدونکي پیښو او د مړینې له امله د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د مخ ماسکونه اغوستل لازمي کړی دی.

د خالي - شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د صحت سلا کار ډاکټر ظفر میرزا وویل ، د کویډ - 19پیښو کې د چټک زیاتوالي له وجې حکومت په جوماتونو ، بازارونو ، شاپنگ مالز ، د مسافرو ګاډو او نور د ګاڼې ګوڼې ځایونو کې د ماسک اغوستل لازمي کړی دی.

ډاکټر ظفر میرزا د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په ښودل شوي احتیاطي ګامونو او ټولنیز فاصلې باندی سختې سره عمل وکړي چې د کویډ - 19 خپریدو مخه ونیول شي.

تر دې دمه په ټول پاکستان کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر د اووه شپیتو زره نه زیات شوې او د څوارلس سوه نه ډیر خلک یې وژلي دي. د خالي په ورځ په پاکستان کې د کرونا وایرس نه 84 کسان مړه شوي دي چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې مړينې دي.

د پاکستان حکومت د ورکوټي اختر نه وړاندې په پاکستان کې د ډاکټرانو تر ټول لوی تنظیم پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن د خبرداري باوجود په لاک ډاون کې د نرمې اعلان کړی و.

د ډاکټرانو تنظیمونو ویلي وو چې د کرونا وایرس خطر لا کم شوی نه دی او په لاک ډاون کې نرمي به په پاکستان کې د وایرس نور په تیزی سره خپور کړي.

خو وزیراعظم عمران خان وايي لاک ډاون د کم امدن خلکو دپاره اقتصادي مشکلات راولاړ کړي دي نو نرمي پکې ضروري ده.

د دغه هیواد سترې محکمې یا سپریم کورټ چیف جسټس جسټس ګلزار احمد د کرونا وایرس په اړه د یو کیس یا قضیی د اورېدنې په مهال ویلي وو چې په ملک کې د مارکیټونو د بندوولو هیڅ جواز نشته.