کابل: د خورشید ټیلي ویژن په موټر بمي چاودنې کې دوه تنه وژل شوي
د خالي- یکشنبې په ورځ په کابل کې د خورشید ټیلي ویژن په موټر چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د رائټرز د خبري شبکې ترمخه دغه یو مقناطیسي بم و او د خبریالانو په موټر پسې نښلول شوی و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي په دغه بمي چاودنه کې د ګاډی ډرائیور او یو لاروی وژل شوي دي.
د خورشید ټیلي ویژن د خبري څانګې مشر سمیع الله امیني برید تائید کړی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې یو کیمره مین او یو خبریال ټپي شوي دي.
دا پېښه د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې شوې ده. دا خبریالان په موټر کې ناست وو او کورونو ته په لار وو چې چاودنه پرې شوې ده.
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې دا برید په کلکه غندلی دی او له افغان امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د پېښې عاملین پیدا کړي.
دغې ټولنې په خپل ټویټر کې ویلي دي چې په دغه پېښه کې دوه خبریالان وژل شوي دي.
تراوسه هیڅ کومې ډلې د برید مسولیت په غاړه ندی اخیستی.
طالبان ، چې د هیواد یوه برخه کنټرولوي ، تیر کال جون په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې دوی به هغه خبري اداری په نښه کوي چې د دوی پرضد اعلانات خپرول بند نه کړي.
طالبانو د افغانستان ریډیو ګانو ، ټیلي ویژنونو ته یوه اونۍ وخت ورکړی و چې د دوی پرضد د حکومت په پیسو خپریدونکي اعلانات بند کړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې برید غندلی او په خپل ټویټرپاڼه یې لیکلي: "په قصدي ډول د میډیا او د ملکي وګړو نښه کول یو جنګي جرم دی او ذمه وار به یې محاسبه شي."
د امریکا سفارت هم دا برید په کلکه غندلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټویټر لیکلي دي چې دا برید د افغانستان په پرمختګ او مطبوعاتو برید دی.
د مطبوعاتو د ازادۍ د څار نړیوالې ادارې (سي پي جې) ترمخه 2018 کال افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ ترټولو خونړی هیواد و چې 13 خبریالان پکې وژل شوي وو.