شاته

هند پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې کوتره پرېښوده

د هند تر ولکې لاندې کشمیر پولیسو هغه کوتره پرېښوده چې پاکستان ته یې د جاسوسۍ په تور نیولې وه.

د هند د پولیسو یو چارواکي شایلندرا مشرا ویلي چې دغې کوترې د پولې دواړو خواوو ته پرواز کاوه چې وروسته ځایي اوسیدونکو نیولې او پولیسو ته یې تسلیم کړې وه.

هغه زیاته کړه چې کوتره وروسته له هغې پرېښودل شوه چې پکې د جاسوسۍ هیڅ ډول شواهد ونه لیدل شول.

د کوترې مالک، حبیب الله چې په پاکستان کې اوسیږي او کب نیوونکی دی، د هند له دولت نه غوښتي و چې ژر تر ژره یې کوتره خوشې کړي.

حبیب الله وایي چې د کوترې په پښو کې لیکل شوې نمرې په کشمیر کې د تندلارو لپاره معلومات نه بلکې د هغه د موبایل شمیره ده. هغه وایي چې کوترې یې د کوترو په ګڼو سیالیو کې برخه اخیستې وه او هغه هم د کوترې په پښې کې د تیلیفون شمېره لیکلې وه.

د کوترو سیالۍ د پاکستان او هند د پولې دواړو خواوو ته ډیرې مشهورې دي او ګڼ شمیر مینوال لري.

ځینې کسان د کوترو په وزرونو باندې معلومات لیکي او ځینې هم پښو او غاړو کې ځینې نښې بندوي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۶کې یوه بله کوتره هم د هند پولیسو نیولې وه چې د صدراعظم نریندرا مودي خلاف یې یو تهدیدوونکی یادښت له ځانه سره لیږدوه.