BBC
 شاته

مایکروسافټ 'د خبریالانو پر ځای روباټونه ګوماري'

د انځور حقوق PA Media

رپوټونو کې ویل شوي، مایکروسافټ د خپلې ایم ایس این وېبپاڼې لپاره د لسګونو ژورنالیستانو پر ځای روباټیک سیسټم پر کار ګوماري.

اوسمهال د ایم ایس این لپاره له خبري شبکو او اژانسونو د خبرونو اخیستلو، ترتیب او تدوین او دغه راز د تصویرونو او سرلیکونو چاره خبریالان تر سره کوي.

د سیاټل ټایمز رپوټ کې ویل شوي دي، له دې وروسته به د خبرونو د تولید او ترتیب دغه چاره د مصنوعي ځېرکتیا پر مټ تر سره کېږي.

مایکروسافټ وايي، دا چاره یې د کاروبار ارزونې یوه تګلاره ده.

مایکرو سافټ د نوکیا موبایل کاروبار پېري

د مایکروسافټ مشر سټیو بالمر دنده پرېږدي

د تکنالوژۍ دغه ستر شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي:

''د بل هر کاروبار په څېر موږ هم معمولاً د خپل کاروبار ارزونه کوو او په پایله کې په ځینو برخو کې لا نوره پانګونه کوو او کله نا کله په ځینو برخو کې بیا ګومارنې ترسره کوو. ''

مایکروسافټ هم د یو شمېر نورو تکنالوژي کمپنیو په څېر خبري اژانسونو ته د خبري رپوټونو بدل کې پیسې ورکوي.

خو دغه شرکت د خبرونو انتخاب او وړاندې کولو لپاره ژورنالیستان پر دنده ګوماري.

د سیاټل ټایمز رپوټ وايي، د جون تر پایه به ۵۰ قراردادي خبریالان له همدې کبله دندې له لاسه ورکړي، خو یو شمېر نور به پر ځای پاتې شي، چې له شرکت سره رسمي دنده لري.

یو شمېر ګوښه کېدونکي کسان وايي، ښايي مصنوعي ځيرکتیا سسټم له سختو ایډیټوریل تګلارو سره بلد نه وي او په پایله کې یې ناسم پوهاوی رامنځته شي.

د ګارډین رپوټ کې ویل شوي، له دې کسانو ۲۷ د برتانیا له پي اي میډیا نومي ادارې اخیستل شوي دي.

مایکرو سافټ له هغو کمپنیو یوه ده چې د لګښتونو کمولو لپاره روباټ ژورنالیزم پیلوي. بل لور ته ګوګل هم په داسې برخو کې پانګونه کوي، چې معلومه کړي دا تخنیک څنګه کار کوي.