BBC
 شاته

افغان حکومت او طالبانو د یوه بل نژدې اته سوه بندیان خوشي کړي

د انځور حقوق ONSC/ KHADIM

افغان چارواکي وايي، د دغه هېواد له زندانونو یې له پرون راهیسې څه باندې اووه سوه بندیان خوشي کړي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یو ټویټر پیغام کې ویلي، له څرخي پله، پروان او نورو ولایتي زندانونو څخه له پرون راهیسې ۷۱۰ طالب بندیان خوشي شوي دي.

د ښاغلي فیصل په خبره دا لړۍ به نن شپه او سبا ورځ هم روانه وي، چې په وینا یې د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان سره سم د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو خوشي کولو هدف بشپړ شي.

۷۱ نور طالب زندانیان هم خوشي شول؛ طالبان وایي، امریکا پر هوکړه پوره عمل نه دی کړی

سلام رحیمي: طالب زندانیان خوشي کوو، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

له دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي نن يې هم په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د افغانستان د حکومت ۷۳ بندیان خوشي کړي.

د طالبانو د ورکړل شوو شمېرو له مخې دغې ډلې تر اوسه د حکومت ټول ۴۲۰ بندیان خوشي کړي. خو افغان چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې ځینې دغه کسان ملکي وګړي دي. په ورته مهال د هرات ځایي چارواکی وایي چې تراوسه په دغه ولایت کې د طالبانو ۱۳ تنه بندیان په دوو پړاونو کې له بنده خوشي شوي.

درې تنه د اختر په دریمه ورځ او لس تنه هم پرون په هرات کې خوشي شوي.

د هرات د والي ویاند جیلانی فرهاد بی بی سی ته وویل چی طالبانو هم ۳۰ تنه هغه کسان چی د دوی سره بندیان وو په څو پړاوونو کې خوشي کړي او د هرات سیمه يیزې ادارې ته سپارل شوي.

د هرات د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طالب بندیان د ولسمشر د فرمان له مخې خوشي شوي او ژمنه يې کړې چې بیرته به د جګړو کرښو ته نه ستنیږي.

د انځور حقوق javid Faisal Facebook
Image caption د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل له دې مخکې ویلي، له طالبانو هم د اوربند غځولو تمه لري

طالبانو د کوچني اختر په شپه درې ورځې اوربند اعلان کړ او په غبرګون کې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو لارښوونه وکړه چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.

د ښکېلو لورو دا ګام د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.

د افغانستان دولت ژمنه کړې چې دوه زره طالب بندیان به خوشي کوي.

د اختر له دویمې تراوسه څه باندې ۱۷ سوه طالب بندیان خوشي شوي او دا لړۍ دوام لري. طالبانو هم له هغې راهیسې په بغلان او کندز کې د افغانستان حکومت اتیا تنه بندیان خوشي کړي.