شاته

عبدالله: د اختر درې ورځني اوربند او د بندیانو خلاصون د سولې خبرو لپاره ښه زمینه جوړه کړی

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي د افغان حکومت یو ټیم تیار دی چې له طالبانو سره د سولی خبرې پیل کړي او غوښتته یې وکړه چې د دغه خبرو اترو پر مهال باید اوربند رامنځته شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د خالي- شنبې په ورځپه کابل کې یو خبري کانفرانس ته وویل:

”زه د خبرو د پیل وخت نه شم اعلانولی ، خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو ټیم تیار دی چې په هرشیبه د خبرو اترو پیل وکړي. “

نوموړي د ورکوټي اختر په لومړیو درې ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان او تر هغه وروسته د تاوتریخوالي کمېدل د دواړو خواو لخوا د بندیانو ازادول د سولې مذاکراتو پیلېدو لپاره یوه ښه زمینه وبلله.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر جوړیدو وروسته په خپل لومړي خبري کانفرانس کې ډاکټر عبدالله وویل د سیاسي توافقنامې د لاسلیک وروسته د ملي مصالحې شورا د تشکیل او سولې مذاکراتو ته د چمتواوالي په اړه هڅې زیاتې شوي دي.

عبدالله وویل چې د سولې په اړه تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان د خلکو اجماع ده چې په وینا یې د سیاسي موافقی په رامنځته کېدو سره دغه مسله هواره شوې ده.

هغه وویل" د سیاسي توافقنامې لاسلیک د یادې اجماع په تشکیل کې زیاته مرسته وکړه.په مخ کې زیات پراته خنډونه یې لیري کړل."

ښاغلي عبدالله وویل چې د یادې شورا د غړو د ټاکل کېدو په اړه یې مشورې پيل شوي چې په وینا یې راتلونکې اونۍ به یې نومونه مکمل شي.

د ملي محالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په دغه شورا کې به د ښځو او ځوانانو په ګډون ټولو اړخونو ته غړیتوب ورکول کیږي.

ښاغلي عبدالله د افغان سولې بهیر سره د نړۍ او سیمې هیوادونو له همکارۍ مننه وکړه او د دغه بهیر سره یې د هغوی پر لا نورې همکارۍ زور وکړو.

ډاکټرعبدالله عبدالله د می په 17 د خپل سیاسي سیال او د اففانستان صدر اشرف غني سره د واک شریکولو تړون لاسلیک کړو ، چې د ولسمشری د ټاکنو د لانجمن نتیجو د اعلان څو میاشتو وروسته پای ته ورسیدو ، او داسی امیدونه پیدا شوي چې حکومت به اوس د سولې پروسې هڅو ته خپله پام وګرځوي.

طالبانو د خپلو بندیانو دخلاصون دپاره د زیارت – پنجشنبې په ورځ خپل یو پینځه کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته استولی چې دغلته به اړونده چارواکو سره د طالب بندیانو دخلاصون په اړه خبرې اترې وکړي.

په 29مه فرورۍ قطر کې د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ چې د دغه تړون ترمخه افغان حکومت به د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې کوي اؤ طالبان به هم ددې په بدله کې دافغان دولت زر تنه بندیان له زندانونو خلاصوي.

د افغانستان حکومت تیره اونۍنهه سوه طالب بندیان د زندان نه خوشې کړل ، دا تر دې دمه د طالب بندیانو ترټولو لوی شمېر کې خوشې کیدل دي .

یادونه: د خبر ځیني برخه د وي او اې اشنا د ویب پاټې نه اخستل شوی