شاته

په کرونا د اخته کسانو شمېر ۶میلیون ته نژدې شوی، کوم هېواد ډېر تلفات لري

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نژدې شپږ میلیون ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د واشنګټن ډي سي په وخت د شنبې تر سهار مۍ۳۰(غبرګولي۱۰) پورې په ټولې نړۍ کې څه باندې ۵.۹ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شوي او څه باندې ۱۶۵زره نور مړه شوي دي.

په برتانیا کې د ایدنبرګ پوهنتون د ساري ناروغیو یو پروفیسور مارک ووډهاوس وايي: "کروناویروس ښایي ټول عمر له انسانانو سره پاتې شي. "

نوموړي د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي دي: " د کروناویروس ضد واکسین نشتوالی او د یو بل ترمنځ فاصله نه ساتل، دا ثابتوي چې د کروناویروس دویمه څپه هم راروانه ده او خطرناکه ده."

د کرونا له کبله په نړۍ کې ټول کاروبارونه تړل شوي دي
د کرونا له کبله په نړۍ کې ټول کاروبارونه تړل شوي دي

دا مهال په نړۍ کې لسګونه روغتيايي مرکزونه او هېوادونه هلې ځلې کوي چې د کروناویروس واکسین جوړ کړي خو وايي چې دا کار وخت نیسي.

پروفیسور ووډ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو د قرنطین محدودیتونه کم کړي‌او هڅه کوي چې کاروبار او ژوند بیرته عادي شي.

د کروناویروس تلفات

د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ د هېوادونو د لست په سر کې ځای لري چې تر دې دمه په کې د کرونا ویروس له کبله څه باندې ۱۰۰زره کسان مړه شوي او ۱۷۵۰۰۰۰ نور کسان پرې په دغه ویروس اخته دي.

په امریکا پسې برازیل دویم هېواد دی چې ورځ تر بلې په کې ډېر کسان په دغه ویروس اخته کیږي. په برازیل کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله ۲۸۰۰۰ کسان مړه شوي او ۴۶۵۰۰۰ نور پرې اخته دي.

په برتانیا کې هم د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ۳۸۰۰۰ پورته شوی دی. برتانیا په نړۍ کې دویم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي دي. ورپسې ایټالیا ده چې ۳۳۰۰۰ کسان په کې مړه شوي دي.

کروناویروس په فرانسې کې بیا څه باندې ۲۸۰۰۰ او هسپانیا کې یې څه باندې ۲۷۰۰۰ کسان مړه کړي دي چې دا شمېرې ساعت په ساعت بدلیږي.

د کروناویروس په دې وروستیو کې په برازیل کې ډېر کسان مړه کړل
د کروناویروس په دې وروستیو کې په برازیل کې ډېر کسان مړه کړل

د کروناویروس هماغسې چې ډېر انسانان په امریکا کې مړه کړي دي، ښايي تر نورو ډېرو اقتصادي زیانونه یې هم دغه هېواد ته رسولي وي.

د انسانانو د وژلو تر څنګ ډېرو هېوادونو ته اقتصادي زیانونه هم اړولي دي. نړیوال هوايي شرکتونه او تجارتي مرکزونه هم تړل شوي دي.

د امریکا د نویدا ایالت چارواکي وايي‌ چې د کرونا له کبله یې تجارت او کاروبارونه خورا زیات زیانمن شوي دي ‌او دا میاشت یې مالیه او تعرفیې ۱۰۰سلنه کمې شوې وې. همدغه راز یوازې په دغه ایالت کې سیاحت ۹۷سلنه کم شوی دی او په هوايي ډګر کې یې خال خال مسافر لیدل کیږي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې پرې انسانان اخته شوي او مړه شوي دي.