BBC
 شاته

کابل چاودنه: د خصوصي ټلویزیون خورشید دوه کارکوونکي وژل شوي، څلور ټپیان دي

د انځور حقوق KHORSHIDTV

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون خورشید د کارکوونکو پر لېږدونکي ګاډي د سړک غاړې ماین چاونه شوې.

د خورشید ټلویزیون مشر رفیع صدیقي بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه کسان نور ټپیان دي.

ښاغلی صدیقي وايي، پېښه نن شنبه مې ۳۰ د ګل سرخ څلور لارې په سیمه کې شوې چې د کابل څلورمه حوزه ده.

پېښه داسې مهال شوې چې د ټلویزیون کارکوونکي د کاري وخت له پای ته رسېدو وروسته کورونو ته ستنېدل.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ویندوی مرستیاله مروه امیني هم وايي، پېښه له ځايي وخت سره سم مازدیګر نژدې څلور نیمې بجې شوې.

نوموړې وايي، چاودنه د ځمکني ماین له کبله شوې، چې هدف یې د خورشید ټلویزیون کارکوونکو ګاډی و او پایله کې د ټلویزیون دوه کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

۱۳۹۸ کال کې هم د دغه ټلویزیون درې کارکوونکي د دوی پر سپرلۍ موټر د چاودنې له کبله ټپیان شوي وو.