طالبان: افغانان به خپل نظام پخپله ټاکي؛ بهرنیان دې مداخله نه کوي
وسله والو طالبانو ویلي، افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو د راتلونکي نظام په اړه به خپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې پرېکړه کوي.
د ذبیح الله مجاهد له ادرسه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پېچلې کوي."
طالبان وايي، له امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي، "د راتلونکي نظام په هکله به پخپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی."
د تېرې جمعې په ورځ اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ولسواکۍ د ارزښتونو خوندي کولو په شرط د مالي او سیاسي ملاتړ د دوام ترڅنګ ویلي چې د سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوي چې پایله یې تل پاتې سوله او پخلاینه شي، خو ټنیګار یې دا دی چې دا سیاسي روغه جوړه باید هغه لاسته راوړنې وساتي چې د بشري حقونو او ولسواکۍ په برخه کې په تېرو ۱۹ کلونو تر لاسه شوي دي.
- عباس ستانکزی: طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي
- غني: طالبانو سره د افغانستان په هر ښار کې د سولې خبرو ته کېنم
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې طالبان باید له امریکا سره د دې ډلې د شوې هوکړې روحیه مراعات کړي. ټولې پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو سمدستي پیل لپاره د خوشې شویو پام وړ شمېر زندانیانو پر بنسټ باور فضا رامنځته کړي.
اروپايي ټولنې د کابل په لویدیځه څنډه کې پر روغتون د وروستي بریدونو په ګډون په بشري او طبي برخو کې پر کار کوونکو بریدونه غندلي دي.
دې ټولنې د بشري موخو لپاره او د کوویډ۱۹ سره د مبارزې په موخه د بشر پالنې سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د سیاسي روغې جوړې په رڼا کې اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د مخکنیو جګړه مارو او د هغو د کورنو په ټولنه کې د ادعا لپاره مرستې ته چمتو ده.
داروپايي هېوادونو دې ټولنې د سیمه ییزه همکارۍ، ثبات، سولې سوداګرۍ او د آسیا او اروپا ترمنځ د اتصال لپاره هم د مرستې ټټر وهلی.
د اروپايي ټولنې دا بیان څو وروسته له هغه مخې ته راځي چې په افغانستان کې ددې ټولنې استازي رولنډ کوبیا ویلي که د بندیانو ازادول د باور جوړولو لپاره وي، نو باید تلپاتې اوربند ورپسې وي نوموړی پر ټوېټر بیان کې ویلي وو چې پخواني وسلوال خوشي کول چې بیا سبا وسله پورته کولی شي-دا هغه څه دي- چې د باور په ځای د نورو تسلط زیاتوي، ځکه باید د اصولو له مخې وي.