د امریکا میناپولیس کې لاریوني اخ و ډب
د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د پولیسو او لاریونیانو تر منځ نښتې درېیمې شپې ته هم وغځېدې.
دا ناکرارۍ وروسته تر هغې پیل شوې کله چې د دوشنبې په ورځ په دې ښار کې د پولیسو په توقیف ځای کې یو بې وسلې تور پوستی ووژل شو.
د ۴۶ کلن جورج فلایډ د مړینې په وېډیو کې ښکاري او یو سپین پوستی پولیس دده پر ستوني پښه اېښې او دی وايي چې "زه سا نه شم اخیستلای" او "ما مه وژنئ".
د پنجشنبه په ورځ، پولیس چارواکو د پولیسو له درېیمې حوزې بهر د لاریونیانو د خورولو لپاره اوښلن غاز او ربړي ګولۍ وورولې.
خو د پولیسو د مرکز شاوخوا لاریون کوونکو دوه ودانیو ته اور ورته کړ او دوی سرغړونه وکړه هماغه وو چې پولیسو په شا وتمبول.
د میناپولیس ښار د پولیسو ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي، درېیمه سیمه د شپې د لسو بجو په مخه "زموږ د پرسونل د خوندیتوب په موخه" خالي شوه.
دې ناکرارۍ دوام درلود له دې سره سره چې د مینیسټا والي د نظم ساتلو لپاره د ملي ګارد سلګونو غړو ګمارلو امر هم کړی و.
د امریکا په شیکاګو، الینویز، لاس انجلېس، کلیفورنیا او میمفیس او ټینسي ښارونو کې هم لاریونونه شوي دي.
د ټولو عکسونه حقوق خوندي دي.