شاته

صدر ټرمپ: چین د "ووهان وایرس" په اړه معلومات خفیه ساتلي وو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا د کرونا وایرس په لړ کې په چین او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ ټکونه وکړل او ویې وېل چین دنیا نه د "ووهان وایرس" په اړه معلومات خفیه ساتلي وو.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې خبري غونډې ته وویل په کرونا وایرس د چین د خاموشۍ په نتیجه یو لک امریکانو ژوند دلاسه ورکړو بلکې په دنیا کې ترې په مېلینونو خلک متاثر شو او ژور اقتصادي نقصان یې وکړو.

صدر ټرمپ وویل چین په مکمله توګه د ملګرو ملتونو د صحت اداره، ورلډ هېلت ارګنایزېشن، قابو کړې ده خو حقېقت دا دی چې چین ادارې ته یوازې ۴۰ مېلین او امریکا ورته د کال ۴۵۰ مېلین ډالر ورکوي.

صدر ټرمپ وویل ډبلیو اېچ او ته یې د اصلاحاتو وړاندیز کړی و خو ادارې دغه اصلاحات نه دي کړي نو امریکا به ورسره خپل تعلق ختم کړي او مالي مرسته به د نورو نړیوالو ادارو سره شروع کړي.

صدر ټرمپ وویل چین باید امریکا او نړۍ ته د شفافیت په خاطر د کرونا وایرس په اړه د پوښتنو ځوابونه ووايي.

د چین او امریکې د تعلقاتو په لړ کې صدر ټرمپ وویل د چین حکومت د کلونو راهسې د غیرقانوني جاسوسۍ دلارې د امریکې صنعتي او تجارتي رازونه پټ کړي دي. هغه زیاته کړه چې د امریکې د یونیورسټیانو څیړنه محفوظ ساتلو دپاره به یو فرمان جاري کوي چې دا ډول د ځینو چینایانو امریکې ته په راتګ پاندي ولګول شي. د یو شمېر داسې چینايي شهریانو شناخت شوی دی چې د امریکې سلامتۍ ته خطرات راولاړوي.
صدر ټرمپ وویل د کلونو راهسې چین د خپلې تګلارې په زریعه د امریکې اقتصاد، صنعت او مالي مفاداتو ته نقصان رسولی دی، د تجارت نړوالو اصولو خلاف ورزي یې کړې ده او هېڅ ډول احتساب نه دی شوی.

صدر ټرمپ وویل د چین د تګلارې په نتیجه کې امریکې ته اربو ډالرو زیان رسېدلی دی او د دې ‌ذمه واري نه یوازې د چین په غاړه ده بلکې د امریکې تېر صدران هم د دې ‌ذمه وار دي.

صدر ټرمپ وویل چین په بحرالکاهل کې په غیرقانوني توګه علاقه نیولي ده چې په نتیجه کې په دغه سیمه کې د سفر د ازادۍ او نړیوال تجارت دپاره خطرات پېدا شوي دي.

صدر ټرمپ وویل امریکا د چین سره په مثبت ډول تعلقات غواړي خو چین وار په وار د واشنګن سره خپل لوظونه مات کړي دي.

صدر ټرمپ دا هم وویل چې چین د هانګ کانګ خپلواکه حېثیت ختم کړی دی چې د هانګ کانګ سره د چین د معاهدې خلاف ورزي ده.

کتنه به دا وي چې چین د صدر ټرمپ خبرو ته څه ځواب وايي خو د دې نه وړاندې چینايي چارواکو کرونا وایرس ته د چین یا د ووهان وایرس نوم د ورکوولو غندنه کړې ده.

صدر ټرمپ وړاندې هم د کرونا وایرس په سر په ډبلیو اېچ او تنقید کړی دی خو ادارې خپله دفاع کړې ده.