شاته

شمالي وزيرستان: د ميرعلي دوکانداران د ړنګ بازار منل شوی تاوان غواړي

د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل سره تعلق لرونکي خلک وايي دوی ته دې د هغو ځمکو او دوکانونو تاوان ورکړی شي کوم چې په ضرب پوځي عملياتو کې ړنګ کړی شوي، ځمکې نيول شوي او د دوی سره بيا دغه تاوان منل شوی هم دی.

د ميرعلي بازار او چاپېره علاقو سره تعلق لرونکي نن د جمعې په ورځ بازار ته راټول شوي او غوښتنه یې کوله دوی ته د ضرب عضب عملياتو په مهال د لاندې کړی شوؤ ځمکو او ړنګ کړی شوؤ دوکانونو تاوان ورکړی شي.

د میرعلي سره تعلق لرونکي وايي دوی ته د ځمکو تاوان اوښتی او د خپلو غوښتنو دپاره یې کميټي جوړه کړې ده.

د کمېټۍ عمومي سېکتر محمد شفيق ارمز وايي، د علاقې خلک چې د ضرب عضب په مهال د علاقې نه وويستل شو او چې کله بيرته راغلل د ميرعلي بازار په بشپړ ډول وران پروت ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په میرعلي بازار کې د ۱۵ نه واخله ۲۰ زرو پورې دوکانونه ؤ دا ټول وران کړی شوي او په ځينو سرکاري وداني هم جوړې شوي دي.

هغه وويل صوبايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې دوی ته به تاوان ورکولی شي خو دوی وايي دغه ژمنه تشه د خلې وعده وه.

ارمز زياته کړه د شپږو کالو راهسې دوی د تاوان غوښتنه کوي خو تشې وعدې ورسره کيږي او عملي کيږي نا.

د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند اجمل وزير څو مياشتې وړاندې په خبري غونډه کې ويلي ؤ چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ شوی د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به ۱۵لکه روپۍ او د غورځول شوؤ دوکانونو د يو ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.

خو ملک شېر خان وايي د ضرب عضب نه وړاندې د هغه په ميرعلي بازار کې خپل مارکيټ ؤ، او د دغه مارکيټ په ګټه وټه د هغه د کور ګوزاره او د ماشومانو تعليم يې روان ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل مارکیټ يې وران کړی شوی او د معاش لاره يې بنده شوې ده، ځکه دوی احتجاج کوي چې دوی ته دې تاوان ورکړی شي.

دغه چې راټول شوي او خپله شمېره په سوؤنو کې ښايي وايي د ميرعلي مرستیال کمشنر د دوی سره ليدلي او هغه ورته درې ورځې وخت ورکړی چې د صوبايي حکومت سره به يې دغه مسله شريکه کړي او دوی ته به ځواب اووايي.

خو دوکانداران وايي که د دوی غوښتنه نه پوره کيږي بيا به په احتجاجونو لاس پورې کوي.

ځينې احتجاج کوونکي بيا دا ګيله هم کوي چې د ميرعلي نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی اقبال وزير چې د واکمنه تحریک انصاف ګوند سره یې تعلق هم دی او اوس ورسره د امداد او بيا ودانۍ وزارت هم دی هغه هم د سيمې د خلکو په مشکلاتو غلی پاتې دی.

له دې وړاندې د شمالي وزيرستان د مرکز میران شاه دوکاندارانو ۴۵ ورځې احتجاج په میران شا او نزدې يوه نیمه میاشت يې په پېښور کې احتجاج کړی چې دوی ته دې هم تاوان ورکړی شي.

خو دغه احتجاجي لړۍ د هغې وروسته وځنډول شوه چې د کرونا وبا راغله، خو احتجاج کوونکي وايي د وبا ختمېدو يا حالاتو سمېدو سره به دوی خپل احتجاج ته بيا دوام ورکوي.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي وو.