شاته

بټګرام:ذهني معذوره تن خپلې دوه میرمنې اؤ درې ماشومان وژلي

د جمعې په ورځ دهزارې ډویژن د بټګرام سیمې دپولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه په پزنګ نومې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د جهانزیب په نوم یو تن ته دخپل کور دننه په څه خبره غصه ورغله اؤ دخپل کور په بنیادمانو یې ناتاره ډزې پیل کړې .

پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په بټګرام ضلعه کې یو ذهني معذوره تن خپل کور کې ناتاره ډزې کړې اؤ خپلې دوه ښځې اؤ درې ماشومان یې وژلي.

د مرستې دپاره ورغلو پولیسو سره په نښته کې ډزې کوونکی تن هم وژل شوی اؤ دهغه په ډزو یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

د جمعې په ورځ دهزارې ډویژن د بټګرام سیمې دپولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه په پزنګ نومې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د جهانزیب په نوم یو تن ته دخپل کور دننه په څه خبره غصه ورغله اؤ دخپل کور په بنیادمانو یې ناتاره ډزې پیل کړې .

پولیس وایي په دغو ډزو کې دجهانزیب دوه میرمنې اؤ درې بچي وژل شوي اؤ جهانزیب غوښتل خپل نور دوه بچي هم ووژني خو پولیس ترې هغه ژوندي ژغورلي دي.

پولیس زیاتوي چې کله دپېښې دخبر رسېدو سره سم پولیس دجهانزیب کور ته ورغلل نو هغه خپل دوه زامن یرغمل کړي وؤ‌ اؤ غوښتل یې هغه هم ووژني خو پولیس ترې په هیلو بهانو دغه دواړه زامن ژوندي ژغورلي دي.

دپولیس وینا ده چې کله د جهانزیب نه دهغه دوه زامن روغ پولیسو خلاص کړل نو هغه د ډیر قار نه په پولیسو هم ډزې پیل کړې چې پکې یو د پولیسو عسکر ژوبل شوی اؤ‌ په ځواني ډزو کې جهانزیب هم وژل شوی دی.

دسیمې څخه سرچینې وایي چې جهانزیب ذهني ناروغتیا لرله اؤ هغه له به په وړه وړه خبره قار ورتللو اؤ تر دې وړاندې یې هم څو کرته په کور کې وړې ،وړې وړې جګړې کړې وې.

د یو کور څخه د شپږو جنازو په پورته کیدو د بټګرام ټوله سیمه غمژنه شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې زیاتره مهال په کورنیو لانجو د وژنو دغسې پېښې رامخې ته کیږي اؤ‌ تر دې وړاندې هم په سوؤنو خلکو خپل ژوند د ډزو په دغسې پیښو کې دلاسه ورکړی دی