شاته

کرونا سره مبارزه؛ افغانستان ته د هند د غنمو تازه مرستې ورسېدې

افغان چارواکي وايي د هند د غنمو د مرستو یوه بله جوپه هم افغانستان ته ورسېدله.

هند څو میاشتې مخکې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د ۷۵زره متریک ټن غنمو د مرستو اعلان کړی و او د دغو مرستو لومړۍ جوپه څه موده مخکې افغانستان ته رسېدلې وه.

په افغانستان کې د ملي انکشاف شرکت چې د دغو غنمو د انتقال او ځای په ځای کولو مسولیت لري، وايي‌ چې په تازه جوپه کې ۵۷۵۰ متریک ټنه غنم شامل دي چې د مۍ په ۲۷ د چابهار بندر ته او نن جمعه مۍ۲۹ (غبرګولي۹) افغانستان ته انتقال کړل شول.

تر دې مخکې په دویمه جوپه کې ۱۰زره ټنه غنم انتقال او د هرات او کندهار په زیرمو کې ځای په ځای کړل شوي وو. هند افغانستان ته د ۷۵زره متریک ټن غنمو د مرستو ژمنه کړې او تر دې دمه ۲۱زره ټنه یې استولي دي.

دا درېیمه جوپه ده چې افغانستان ته انتقالیږي او ټاکل شوې چې د څلورمې جوپې استول به یې بله اونۍ د جون په اتمه پیل شي.

د کروناویروس د پېښو له خپرېدو وروسته نړیوال بانک او ځینو هېوادونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه. د هند صدراعظم نریندرا مودي ولسمشر غني سره په تیلیفون کې ډاډ ورکړ چې افغانستان ته به غنم ورکوي.

افغان حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ډېرو ولایتونو کې قرنطین اعلان کړی چې له کبله یې ډېر خلک بېکاره او بې روزګار شوي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې د ورځې په مزدورۍ به یې ژوند کاوه.

افغان حکومت د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره لومړی په کابل کې د غنمو وېش پیل کړ خو وروسته یې بیا په ټولو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د ورکولو لړۍ پیل کړه چې د بې وزلو لاس ونیسي.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۲۶۴ کسان مړه شوي او نژدې ۱۳۶۶۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.