شاته

د ټویټر او ټرمپ لانجه؛ ټویټر د ټرمپ یو ټویټ پټ کړ

د ټویټر نړیوالې شبکې د جمعې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي۹) د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ یو ټویټ پټ/ورک کړ.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې د امریکا د مېنېسوټا په ایالت کې د روانو مظاهرو او هلته د هټیو او مغازو د سوځولو او لوټ تالان په غبرګون کې لیکلي وو چې حالت به کنترولوي او "کله چې لوټ تالان وشي، ډزې هم کیږي".

د ټویټر شبکه وايي چې ولسمشر ټرمپ په خپل دغه ټویټ کې "تاوتریخوالی ستایلی/توجیه کړی دی"چې دا کار د ټویټر اصولو خلاف دی.

د ولسمشر ټرمپ له دغه ټویټ سره د ټویټر یو پیغام هم لوستل کیږي: "دا ټویټ د ټویټر د اصولو خلاف دی او تاوتریخوالی یې ستایلی دی..."

خو ټویتر بیا هم پرېکړه وکړه چې دا ټویټ پرېږدي چې خلک یې وویني.

د پنجشنبې په ورځ د مېنېسوټا په ایالت کې د جورج فلویډ په نامه یو تور پوستی امریکايي د یو سپین پوستي پولیس تر زنګنو لاندې ساه ورکړه.

پولیسو دغه کس د جعلي ډالرو د کارولو په تور نیولی، پر ځمکې غورځولی او پر ستوني زنګون اېښی و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې خپرې شوې ویدیو کې لیدل کیږي چې تورن کس پولیسو ته چیغې وهي چې پښه یې له ستوني لېرې کړي چې ساه نشي ویستلې، خو داسې ښکاري چې پولیس د هغه غوښتنه بابیزه ګڼي او جورج فلویډ همدلته مري.

له دغې پېښې وروسته سلګونه کسانو په ښار کې مظاهرې وکړې او بیا دا مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې. پولیس وايي مظاهره کوونکو د پولیسو د یو دفتر په ګډون څه باندې ۱۷۰ هټۍ او دوکانونه سوځولي او لوټ کړي دي.

ولسمشر ټرمپ په دغو ورانکاریو پاریدلی دی او د مېنېسوټا ایالت والي سره یې ژمنه کړې ده چې حالت به بېرته کابو کړي. دغه ایالت ته اوس د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي ګارد ځواکونه استول شوي دي‌ چې وضعیت کنترول کړي.

د امریکا په نورو ایالتونو کې هم د مېنېسوټا د دغې پېښې د غندلو لپاره مظاهرې شوې دي.

د ولسمشر ټرمپ او ټویټر ترمنځ دا جنجال داسې مهال کیږي چې ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي۷) ټولنیزې شبکې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په مداخلې تورنې کړې او خبرداری یې ورکړ چې دغه شبکې به منظمې او یا بندې کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ټویټر شبکې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د پسته خانو له لارې د رایه ورکولو په هکله د ښاغلي ټرمپ د یو ټویټ په پای کې یو معلوماتي لینک ور زیات کړی و او د هغه د ټویټ په اړه یې د اضافي معلوماتو لوستلو ته زمینه برابره کړې وه.

ښاغلي ټرمپ پدې ټویټ کې ادعا کړې وه چې د پسته خانو له لارې د رایو د استونې په صورت کې ښایي د پستې صندقونه غلا، د رایو پاڼې جعل، چاپ او حتی په تقلبي توګه لاس لیک شي.

ښاغلی ټرمپ په ټویتر کې څه باندې اته میلیون مینوال لري‌او خپل ډېر پیغامونه له همدې لارې خلکو ته رسوي.