شاته

طالبانو کندز او بغلان کې ۸۰ تنه بندیان ازاد کړي

وسله وال طالبان وايي، تیره ورځ یې په بغلان او کندز ولایتونو کې د افغان حکومت ۸۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون پنجنشنبه مې ۲۸(غبرګولې۸) پر خپل ټوېټر لیکلي چې یاد کسان تیره ورځ د خپلو کورنو په لور رخصت شول.

هغه زیاته کړې: "یاد بندیان د کاليو او فی نفر ۵۰۰۰ افغانۍ په ورکولو سره خپلو کورنیوته واستول شول"

د افغانستان د ملي امنیت شورا او د کندز او بغلان سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

طالبان پر داسې مهال د ۸۰ تنو بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي چې افغان حکومت د تیرې دوشنبې په ورځ د څرخي پله زندان په ګډون له بېلابېلو زندانونو څخه ۹۰۰ طالب بندیان ازاد کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسب وینا کې وویل چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ به ګړندۍ شي. او تر هغه وروسته یې د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو امر وکړ.

بلخوا طالبان وايي، یو پنځه کسیز تخنیکي ټېم یې د بندیانو خلاصولو په هدف د هغوی د تصدیق او تثبیت لپاره کابل ته رسېدلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې یاد ټېم په تخنیکي برخو کې د بندیانو ستونزو ته رسیدګي کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم کابل ته د طالبانو د تخنیکي ټيم تګ تائید کړی دی.

تر دې مخکې هم د طالبانو یو درې کسیز تخینکي ټيم د بندیانو خلاصولو په هدف کابل ته راغلی و.

د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو په خلاصولو کې پر داسې مهال پرمختګ رامنځته کیږي چې د کوچني اختر په لومړیو دری ورځو کې د دواړو لورو لخوا پر اوربند ټینګېدو باندې موافقه وشوه.

د امریکا متحده ایالاتو په ګډون پاکستان او ځینو نورو هیوادونو هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند ټینګېدو هرکلی وکړ او هغه د سولې په وړاندې یو مثبت وګام وباله.