BBC
 شاته

د نړۍ تر ټولو هسکه څوکه څومره لوړه ده؟

A general view of Mount Everest as seen from the base camp on the Chinese side on May 11, 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایورېسټ څوکه له بېس کمپ ښکاري.

یوه ډله چینایان د همالیا غرونو کې د نړۍ تر ټولو هسکې څوکې ایورېسټ ته روان شوي او دې سره دوی یوازني کسان دي چې د کورونا وبا پر مهال دا څوکه اندازه کوي.

د چینايي رسنیو په خبره، دا ډله له نېپال سره پر پوله د تر ټولو هسکې څوکې اندازه بیا مالوموي.

تراوسه چین د نېپال اپوټه(برعکس) د دې څوکې لوړوالی څلور متره کم بولي او د ۲۰۱۵ کال زلزلې هم ښاېي د دې غره پر لوړوالي اغېز کړی وي.

سږ کال دواړو هېوادونو د کرونا وېروس د سفري محدودیتونو له امله دې غره ته د بهرنیانو د ختلو مخه ونیوله.

چین سږني پسرلي کې یوازې خپلو وګړو ته اجازه ور کړه چې دې غره ته وخېږي، خو نېپال ټول ختونکي منع کړل.

چینايي ډلې اپرېل کې غره ته ختل غوښتل، خو د بدې هوا له امله وځنډېدل.

د انځور حقوق Getty images
Image caption د مۍ په لسمه د چینايي ډلې غړي په ایورېسټ بېس کمپ کې انځور ته ولاړ دي.

د شین هوا خبري اژانس د رپوټ له مخې، د سې شنبې په ورځ دې ډلې د ختلو لارښود برابر کړی دی:

دوه مسلکي کسان له دې ډلې لرې شوي دي، لا مل هم د هوا او د اکسېجین په څېر موادو په هکله ستونزې بلل شوې دي.

غر ختنه کې ریکارډ لرونکي وايي، دا ډېره نادوده پېښه ده چې په څوکه کې به یوازې چینایان وي.

له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۷ پورې مختلفو چینايي پلټونکو او د ختلو روزونکو او نورو کسانو دې غره ته د ختلو هڅه وکړه.

* ایوريسټ: د نړۍ تر ټولو جګ غره کې د خېمو ښار

* د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته دوه ویشتم ځل د ختلو هڅه

* پاکستاني غره ختونکي د "کی ټو" لوړې څوکې ته ختلي

په همالیا کې د ټولو سفرونو د مالوماتو ریکارډوونکې ادارې غړی ریچارډ سالیسبوري وايي:

"لومړی ځل پر ۱۹۶۰ کال یوازې چینایان دې څوکې ته وختل، هندیانو هڅه وکړه خو پاتې راغلل".

د چینایانو اوسنی تګ هم په داسې مهال دی چې دې څوکې ته د لومړی ځل بریالي ختلو کلیزه لمانځي.

بیا اندازه کول

چین اول ځل پر ۱۹۷۵ کال او بیا پر ۲۰۰۵ کال دا څوکه اندازه کړه.

چین د ۲۰۰۵ کال له اندازې خپرولو سره وویل، له واورې پرته ایورېسټ څوکه اته زره اته سوه څلورڅلوېښت عشاریه درې څلوېښت متره ده،

خو نېپال دا څوکه اته زره اته سوه اته څلوېښت متره لوړه بولي او دا هغه شمېره ده چې پر هند د برتانوي واک پرمهال شوې ده او واوره هم پکې راځي.

د ۲۰۱۵ کال زلزلې دغه غر وړچاوه او ځمکپوهان وایي، ښايي د دې لوړې څوکې واورینه خولۍ هم څنډ وهل شوې وي.

د نېپال سروې

پر ۲۰۱۷ کال د نېپال حکومت هم د ایورېسټ څوکې د لوړوالي مالومولو هڅې وکړې.

دې هېواد د دودیزو او ماډرنو تخنیکونو سره د ترلاسه شوو مالوماتو بهیر د بشپړېدو په حال کې دي.

د نېپال د سروې څانګې یو ویاند ډموډر ډکال له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې اوس دا پروسه بشپړېدو کې ده.

نوموړی وايي، دوی غوښتل خپل مالومات یوه ورکشاپ کې شریک کړي، خو کورونا یې دا هرڅه وځنډول.

تېر اکتوبر کې چې د چین ولسمشر شي جن پینګ نېپال ته تللی و، نو په ګډه بیانیه کې یې وویل، چې دوی به په ګډه د ایورېسټ څوکې لوړوالی اعلان کړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې که د دواړو هېوادونو نوي مالومات سره توپیر لري، نو بیا به څه کوي.