شاته

په عراق او سوریه کې داعش ډله په ډېره خطرناکه بڼه د بیا جوړېدو په حال کې ده

واشنګټن: د داعش جنګیالي او پلویان چې په عراق او سوریه کې یې په خپر سر اعلان کړی خلافت ړنګ شوی یو ځل بیا تر پخوا په لا ډېره خطرناکه بڼه په راپورته کېدو او راټولېدو دي.

دغه خبره د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په برخه کې د امریکايي چارواکو لخوا په یوې وروستۍ څېړنه کې شوې ده.

په دغې نوې څېړنه کې ښکاره شوې، چې "داعش د خپلې عملیاتي وړتیا په بیا رغېدو باندې کار کوي. "

د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په برخه کې یو امریکايي چارواکي امریکا غږ ته وویل، دغه ډله اوس دیو بل نوم لاندې راټوله شوې او په تېرو څو میاشتو کې یې د سوریې په ختیځه برخه کې خپلو عملیاتو وړتیاو ته په سیمیزه توګه وده ورکړې.

دغه امریکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې داسې ښکاري چې د داعش دغه هڅې به بې پایلو پاتې نشي.

هغه زیاته کړه، "دغه ډله د سوریې په ځینو سیمو کې په دې وروستیو کې زیات فعالیت کوي او د دوی هلې ځلې زیاتې شوي دي چې د سوریې د امنیتي ځواکونو او کردي ځواکونو پرضد تر پخوا په ډېر ځواک او جرات سره بریدونه کوي."

دی وایي، په اپرېل کې په یوې داسې پېښه کې چې د داعش جنګیالیو د سوریې د ځواکونو تر کنټرول لاندې السخنا سیمه کې یو پېچلی برید وکړ چې په پایله کې یې داعش د ښار ځینې برخې تر یوې ورځې زیات تر واک لاندې وې او یواځې هغه وخت پر شا وتنبول شول کله چې روسي جټ الوتکو پرې ځوابیه برید وکړ.

امریکايي چارواکي امریکا غږ ته وړاندې وویل، "دغه برید وښودله چې داعش اوس جګړې ته ډېر لیواله دی حتی د یو ډېر پرمختللي مخالف په وړاندې."

په ورته وخت کې د ترهګرۍ ضد چارواکو ویلي، چې داعش ډلې د وېرولو او د زور په کارولو سره په هغو سیمو باندې خپل کنټرول غځولی چې د سوریې د حکومتي ځواکونو، د سوریې امریکا پلوو ډیموکراټیکو ځواکونو او د عراقي حکومت له ولکې څخه د باندې دي.

د ددې ترڅنګ په هغو سیمو کې چې دغه ځواکونه دي، لوړ پوړو چارواکو باندې مرګوني بریدونه کېږي.

د پيسو مسله هم د داعش لپاره د کومې ستونزې په توګه اوس نه ښکاري.‌

امریکايي چارواکي اټکل کوي چې دغه ترهګره ډله اوس هم له ۵۰ څخه تر ۳۰۰ میلینو ډالرو سرچینې لري او له غلاو، غیر قانوني سوداګرۍ او ټکسونو څخه نورې پیسې هم ترلاسه کوي.

د ترهګرۍ ضد چارواکو لخوا په دغه نوې څېړنه د ایتلافي ځواکونو د چارواکو له خوشبینه نظر سره توپیر لري کومو چې ویلي، وو داعش یواځې د خپل پخواني‌ حالت سیوری دی.

د ایتلافي ځواکونو قومندان جنرال پټ وایټ خبریالانو ته تېره میاشت ویلي وو،

"داعش اوس مالي سرچینې نه لري، جنګیالي‌ نه لري او په اکثرو سیمو کې ورسره د خلکو ملاتړ هم نشته."

ځینو څېړونکي بیا وايي، د ایتلافي ځواکونو په ارزونو کې ځکه ستونزه ده چې دوی یې له هغه حالت سره پرتله کوي چې د داعش د زور او ځواک وخت وو.‌