شاته

د پاکستان د هوايي شرکت د غورځیدلې الوتکې د غږ د ثبت اله وموندل شوه

د پاکستان د هوايي شرکت یو ویاند وویل چې پلټونکو د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۸) ددې هوایي شرکت د غورځیدلې الوتکې د پیلوټانو د مکالمې د ثبت اله وموندله.

د پاکستان د هوایي شرکت پي آی اې یوه ایربس A320 الوتکه د تیرې جمعې په ورځ مۍ ۲۲ د کراچۍ هوایي ډګر په یو کیلومیترۍ کې د بېړنۍ ناستې پر وخت ولویدله او ۹۷ کسان په کې ووژل شول.

د پاکستان د هوایي شرکت ویاند عبدالله خان په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې: «لټونې نن سهار هم دوام وموند او د مکالماتو د ثبت ریکارډر وموندل شو.» د هغه په وینا د الوتکې د پیلوټانو د خبرو د ثبت د الې موندل به د پلټنو سره زیاته مرسته وکړي. د الوتکې تور بکس دمخه موندل شوی و.

د رپوټونو له مخې د الوتکې دوه تنه سپرلۍ ددې پیښې نه ژوندي پاته دي. دغه الوتکه د لاهور ښار نه د کراچۍ په لور روانه وه چې ماشینونه یې له کار ولویدل او پیلوټ هڅه وکړه چې الوتکه هوایي ډګر ته ورسوي، خو د کراچۍ د هوایي ډګر په شاوخوا یو کیلومترۍ کې وغورځیدله.

پاکستاني مقامات او د ایربس د کمپنۍ پلټونکي د الوتکې د غورځیدو په ساحه کې د شواهدو د موندلو لټه کوي.

د هوایي چلند نړیوالو مقرراتو سره سم فرانسوي پلټونکي د پاکستاني پلټونکي هیت سره یوځای شوي، ځکه دغه پنځه لس کلنه الوتکه په فرانسه کې جوړه شوې وه.