شاته

امریکا کې د کروناویروس د مړینو شمیر له ۱۰۰ زرو واوښت

د امریکا په متحده ایالاتو کې اوس د کروناویروس د مړینو شمیر له ۱۰۰ زرو واوښت چې دا شمیر د ویتنام او کوریا په جګړو کې په ګډه د امریکایي سرتیرو له مړینو څخه ډیر دی.

د امریکا د جانس هاپکېنز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې د ورځې مۍ ۲۸ (غبرګولي ۸) تر سهاره په امریکا کې ۱۶۹۹۹۳۳ کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۱۰۰۴۴۲ کسان مړه شوي دي.

پداسې حال کې چې په هیواد کې د کووید۱۹ د مړینو شمیر له سل زرو اوړي، د امریکا د سنا جرګې د دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکي او دموکرات سناتورانو یوې ډلې یو ځل بیا د راتلونکې دوشنبې په ورځ د مړو د درناوي په مقصد په هیواد کې د یوې شیبې چوپتیا غږ وکړ.

سناتور براین شتس وویل: «د غم او درد په دغه غیر قابل تصور وخت کې دا مهمه ده چې مونږ د هر یو ژوند د لاسه ورکولو په درناوي چوپ شو او سره په ګډه خواخوږي وکړو.»

یو شمیر نورو سناتورانو او همداشان د کانګرس د استازو د مجلس غړو هم دې ته ورته وړاندیزونه کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو کې د کروناویروس د ورځنیو مړینو په شمیر کې یو څه کموالی رامنځته شوی، خو دغه پرمختیا د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ تنو د مړینې په وجه یو قدم پر شا ولاړه.

د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۳۵۵۰۰۰ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او ۵.۷ میلیون کسان پرې اخته شوي دي چې ددې شمیر ۳۰ فیصده یې په امریکا کې دي.

د کروناویروس وبا لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه او په چټکۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپره شوه.