شاته

د امریکا دفاع وزیر: افغانستان نه د امریکایي قواو بشپړه وتل غښتلی انتخاب ندی

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتل د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست له انتخاباتو دمخه یواځې یو انتخاب دی او "قوي انتخاب" ندی.

د ښاغلي اسپر ددې څرګندونو څخه یوه ورځ مخکې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي وو چې د افغانستان نه ټول امریکایي ځواکونه په "هرڅومره مناسبه سرعت چې ممکن وي" باسي، خو ددې کار لپاره یې کومه مشخصه نیټه په ډاګه نکړه.

خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې ښاغلی ټرمپ هڅه کوي چې د نومبر د میاشتې د دریمې نیټې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دمخه چې پخپله هم ورته کاندید دی، ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وباسي. د ښاغلي ټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه د افغانستان د جګړې پای ته رسول او هیواد ته د امریکایي سرتیرو راستنول وو.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۷) وویل، پروګرام داسې دی چې تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي، خو اوسمهال د امریکا د جمهوري ریاست تر انتخاباتو پورې د ځواکونو بشپړه ایستلو پروګرام احتمال کم بریښي.

د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو ایستل د امریکا او طالبانو د موافقتنامې د اساسي ټکو څخه دي چې د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې لاس لیک شوه.

د موافقې له مخې باید د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي او په همدې تناسب د ناټو ځواکونه هم راکم کړای شي او تر ۱۴ میاشتو پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

ښاغلي اسپر هم په موافقه کې ذکر شویو ژمنو ته په غیر مستقیمه توګه په اشارې وویل: "زمونږ مهالویش (د افغانستان نه د قواو د بشپړه ایستلو لپاره) د راتلونکي کال د مۍ میاشت ده، خو ژمنه شوې ده چې هغه مهالویش په هغه صورت کې پلی کیږي چې ټول شیان په هغه چټکۍ چې ټاکل شويس پر مخ ولاړ شي".

د امریکا د دفاع وزیر د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د ژمنو د پلي کیدو په هکله د پرمختیاو په وجه خوښي څرګنده کړه.

هغه وویل: "اوس هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي، هڅوولي یو. د بندیانو د زیاتې تبادلې شاهد یو. داسې بریښي چې د افغانستان حکومت ځان تیاروي چې ژر بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي. دا ټول مخ په وړاندې ښه ګامونه دي."

د افغانستان حکومت تر اوسه د امریکایي مقاماتو د څرګندونو په هکله رسمي غبرګون ندی ښودلی، خو د افغانستان د جمهوري ریاست یو ویاند د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وروسته امریکا غږ ته ویلي وو چې کابل او واشنګټن د ګډو ګواښونو پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي.