شاته

په پاکستان کې د پي آی اې د غورځېدلې الوتکې په اړه پلټنې روانې دي

واشنګټن: پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې ۱۱ سیمیز او فرانسوي چارواکي د تېرې اونۍ د غورځېدلې الوتکې په اړه پلتڼې کوي په کومه کې چې ۹۷ کسان مړه شوي وو.

د اېر بس A370 ډوله الوتکه د پي آې اې لخوا کارول کېدله چې د جمعې په ورځ هغه مهال د کراچۍ له هوايي ډګر سره وغورځېدله کله چې له لاهور څخه دغه ښار ته رسېدلې وه.

په دغې پېښه کې یواځې دوه مسافر ژوندي پاتې شوي چې یو پکې د یو بانک چاروکی ظفر مسعود نومېږي.

د رویټرز خبري ادارې د راپور له مخې، فرانسوي پلټونکي له پاکستانۍ ډلې سره ځکه یوځای شوي چې دغه ۱۵ کاله زړه الوتکه په فرانسه کې جوړه شوې وه.

پلټونکو په سر کې ویلي وو چې پېښه د الوتکې د انجن د ناکامۍ له امله غورځېدلې خو د پلټونکو ډله وايي چې داسې راپورونه له وخته مخکې دي.

د پي آی اې د غورځېدلې الوتکې ټوټې.
د پي آی اې د غورځېدلې الوتکې ټوټې.

اې پي خبري رسنۍ وايي، چې ددغې الوتکې د کتنې او څارنې چارې (مېنټېننس) د اپرېل په ۲۸ بشپړې شوې وې.

د ټایمز اف انډیا د نهې یا سې شنبې په ورځ راپور ورکړی وو چې پایلټ ته د ټرافیک کنټرولر لخوا تر پېښې مخکې درې خبرداري ورکړل شوي وو مخکې له دې چې دغه پېښه رامنځ ته شي.

اې پي وايي، په مځکه د مړو شویو کسانو راپور نه دی ورکړل شوی خو اته کسان پکې ژوبل شوي وو او ۱۸ کورونا ویجاړ شوي دي.

د غورځېدلې الوتکې تور بکس هم موندل شوی خو څېړونکي وايي، چې دوی تر اوسه پورې خپلې څېړنې نه دې بشپړې کړي.

د سي ان ان د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ کالو کې د پي ای اې نهه مشران بدل شوي او نږدې ۲.۴۸ بیلینه لګښتونو لاندې ده.

بلومبرګ په دې وروستیو کې اټکل کړی وو چې پي آی اې به په دوو کلونو کې دیوالیه کېدو (بېنکرپسۍ) خواته ولاړه شي.