شاته

په امریکا کې په کورونا د مړو شمېر له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات شوی

واشنګټن: په امریکا کې له کورونا وایرس څخه د مړو شویو کسانو شمېر د شورو یا چهارشنبې په ورځ له یو لک او دوه زرو څخه زیات شوی دی.

دا په ټوله نړۍ کې د کوېډ ۱۹ له امله د مړو شویو کسانو تر ټولو لویه شمېره ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو تر مخه برتانیه په دې کتار کې د ۳۷۰۰۰ مړینو سره دوهم ځای لري.

په امریکا کې همدارنګه په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱.۷ میلیونو او په ټوله نړۍ کې له ۵.۷ میلیونو څخه اوختی دی.

دا معلومه نه ده چې ولې په امریکا کې د کورونا وایرس دومره زیاتې پېښې دي، خو انتقاد کونکي د ټېسټونو او طبي وسایلو کموالي او د خلکو ترمنځ د ټولنیز واټن نه ساتلو مسلو ته ګوته نیسي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغو نیوکو په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع کوي چې وايي، په امریکا کې د کورونا وایرس په وړاندې د حکومت لخوا پر وخت او چټک غبرګون نه دی ښودل شوی او له همدې امله د کورونا پېښې له اټکل څخه زیاتې شوې.

ټرمپ همدارنګه په خپلو انتقاد کونکو باندې تور پورې کوي چې په قصدي توګه دده وړاندې غلط معلومات خپروي.

بل پلو په داسې حال کې چې ګڼ هېوادونه د کورونا پر واکسین باندې کار کوي د اسوسېټېډ پرېس د یوې سروې له مخې یواځې نیمايي امریکایان د کورونا پرضد ددغه واکسین اخېستلو ته زړه ښه کوي.‌

د سروې له مخې ۴۰ فیصده امریکایانو ویلي، چې د کورونا واکسین به نه اخلي. دوی ویلي چې ښايي له خپله واکسین څخه کورونا واخلي، هغه څه چې ډاکټران وايي داسې نشي کېدای.

ځینې پوهان وايي، که واکسین وي هم نو دوی باور لري چې کورونا وایرس به پاتې شي او د شري، اچ آی وي او چیکن پاکس په څېر به هېڅکله په بشپړه توګه ورک نشي.