BBC
 شاته

اسراييلى جاسوس چې د سوريې واکمنو کړيو ته رسېدلى و

د ١٩٦٥ م کال د مې مياشتې اتلسمه نېټه وه چې د پلازمېنې دمشق اوسېدونکي له خوبه پاڅېدو سره سم، يوې ډېرې نامعمولې صحنې هک حيران کړل.

د ښار په زړه کې د يوه سړي ځړول شوى مړى، دا مړى د اېلي کوهېن و.

يو اسراييلى جاسوس چې د سوريې د رژيم خورا لوړو کړيو ته يې لار موندلې وه او اسراييلو ته يې د سوريې پټ دولتي رازونه ور کول.

ويل کېږي د ګولان (جولان) لوړو په تړاو د کوهېن ورکړو مالوماتو اسراييلو سره مرسته وکړه چې په ١٩٦٧ م کال کې دا لوړه سيمه په دوو ورځو کې له سوريې ونيسي .

د موساد غړيتوب

د انځور حقوق AFP
Image caption اسراییل پر ۱۹۶۷ کال له سوریې د جولان غرونه ونیول.

اېلي کوهېن د مصر په الکسندريه کې يوه سوريايۍ توکمه يهودۍ کورنۍ کې زېږيدلى و. نوموړى په ځوانۍ کې د يوې توندلارې يهودۍ ډلې د غړيتوب له امله مصر کې زنداني شو او له خوشي کېدو وروسته اسراييلو ته ورغى.

کوهېن چې په څو ژبو يې روانې خبرې کولې د يوه محاسب په توګه يوه پلورنځي کې کار کاوه او ١٩٥٩ م کال کې یې د اسراييل استخباراتي ادارې موساد ته لار ومونده.

دا چې نوموړى يوازې د دوه يا درې کلونو په اوږدو کې د سوري رژيم لوړپوړو چارواکو ته دومره نژدې شو چې د هغوى د باور وړ کس وگرځېد، ډېرو ته د حيرانۍ خبره ده.

له سوري واکمنانو سره اړيکې

ويل کېږي نوموړى د سوريې د هغه مهال ولسمشر امين ال حافظ او نورو سوري واکمنو ته دومره نژدې شوى و چې ان نوموړي ته د دفاع وزارت د مرستيالۍ دندې پر ورکولو غور روان و، خو د دغې خبرې د پخلي لپاره تر اوسه داسې کوم سند لا مخې ته نه دى راغلى.

* جولان غرونه اسراییل ته ولې مهم دي؟

* ټرمپ پر جولان د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند

* د ټرمپ پلان؛ اسراییل څه ګټي او فلسطنیان څه بایلي؟

مشهور اسراييلي فلم جوړوونکى جيدعون راف چې د کوهېن پر ژوندانه يې "نټفلېکس" چينل لپاره د "جاسوس" په نامه يو سريال جوړ کړى وايي د کوهېن شخصيت ورته په زړه پورې و نو په تړاو يې څېړنې وکړې.

دى وايي "ما يې له کورنۍ سره وکتل او د اېلي په اړه مې ډېر څه ولوستل. د هغه شخصيت او دا چې څه د دې لامل شول چې سوريه کې داسې لوړو پوړونو ته ورسېږي، زما يې خورا ډېره تلوسه را وپاروله."

اېلي کوهېن لومړى ارجنټاين ته ورغى او هلته يې د کامل امين ال ثابت نوم ځان ته غوره کړ. نوموړي پلازمېنه بونېس ايرېس کې مېشتو مخورو سوريايانو سره اړيکي جوړ کړل او هغوى ته يې ځان يو ارجنټاين مېشتې سوريايۍ کورنۍ پورې اړوند سوداګر ور وپېژاند. اېلي کوهېن د همدغو مخورو سوريايانو په مټ سوريې ته لار ومونده. نوموړي پلازمېنه دمشق کې د وارداتو او صادراتو کاروبار پيل کړ.

پټ استخباراتي مالومات

Image caption له تېرو ۵۳ کلونو راهیسې په نړیواله کچه جولان سیمه جنجالي ده او د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر دغه سیمه د اسراییل ولکه بې قانونه بولي.

ايلي کوهېن له وتلو ملکي او پوځي چارواکو سره ملګرتيا پيل کړه او خپل کور کې يې هغوى لپاره لويې مېلمستياوې او ميلې جوړولې او هغوى ته به يې گران بيې ډالۍ ورکولې.

د بي بي سي خبريال حسام عاصي وايي ښاغلي کوهېن له دې لارې پټو مالوماتو ته لاسرسى مونده.

د ښاغلي عاصي په باور کوهېن له دې لارې وتوانېد چې د سوريې د وسلو او د گولان په لوړو کې د د فاعي پوځي استحکاماتو په تړاو حساس مالومات غونډ کړي:

"ده به عکسونه اخيستل او هغه به يې د خپلې کمپنۍ فرنېچر کې ځاى پر ځاى کول او اروپا ته به يې لېږل. يا به يې د ټلېگرام له لارې مالومات استول، تر هغه چې ونيول شو."

دمشق کې د سوريې راډيو سره د الي کوهېن يوې مرکې ته په اشاره چې د مرکوال مخ ته ناست او ډاډه خبرې کوي د چارو ځينې څارونکي وايي نوموړي پر ځان ډېر باور درلود او پر ځان له حده ډېر باوراو د ټېلېګرام له لارې د ډېرو مالوتو ورکول يې د نيونې لامل شول.

سوري امنيتي ځواکونو ١٩٦٤ کال کې کوهېن ونيوه او راتلونکي کال ته يې له ربړونې او پوځي محاکمې وروسته د دمشق په يوه مرکزي ډگر کې ښکاره یاعلني اعدام کړ.

د اېلي کوهېن کورنۍ او اسراييل بيا بيا کورته د هغه د پاتې شونو د ور سپارلو غوښتنه کړې خو سوريې د نه ځواب ورکړى.

د کوهېن ګړۍ

دوه کاله وړاندې د اسراييل د لومړي وزير دفتر اعلان وکړ چې د اېلي کوهېن لاسي ګړۍ ساعت يې موندلى دى. خو په دې تړاو تر اوسه مالومات نه دي ور کړل شوي چې دا ساعت څنگه د اسراييلي چارواکو لاس ته ورسېد.

د اېلي کوهېن د لاس ساعت وروسته په يوه خصوصي غونډه کې د هغه کونډې (ناديه) ته وسپارل شو.

د ساعت له ترلاسولو سره د هغه کونډې (ناديه) د اسراييلو ټلويزيون سره خبرو کې وويل، کله چې يې ساعت په لاس کې واخيست داسې احساس يې کاوه لکه د هغه لاس چې لمس کوي.