BBC
 شاته

ننګرهار کې د کورونا یا محرقې مالومولو ته پلاوی استول

کورونا د انځور حقوق MOPH

د افغانستان د عامې ورغتیا وزات وايي په ننګرهار ولایت کې د تره ټکې یا محرقې ناروغۍ د احتمالي خپرېدو د ارزونې لپاره یې یوه لوړ پوړی پلاوی هغه ولایت ته لېږلی چې معلومه کړي رښتیا هم هلته وضعیت څه ډول دی.

له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې په دغه ولایت کې د محرقې نارغۍ د خپرېدو په اړه خبرونه لاس په لاس کېږي، چې ځینې یې کورونا هم بولي.

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجرح هم وايي، د کورونا او وچه کۍ یا محرقې نښې سره ورته دي او دا پلاوی به مالوموي چې ننګرهار کې هغه څه کورونا که محرقه دي چې خلک یې په هکله ډول ډول نظر لري.

"موږ د ژمي او اوړي په هکله اندېښمن و چې دغو موسمونو کې د زکام او کورونا وېروس سره نږدې والی لري، خو له هغه وړاندې د محرقې له اوازو سره مخ شوو".

د ده په خبره، د محرقې ناروغ هم ځان درد لري او د کورنا ناروغ هم ځان درد لري.

نښې نښانې

په ننګرها رکې خبریال او د ثبات او همپالنې د مطبوعاتي ډلې د پښتو برخې یو مسوول اکمل ظاهر ترکی وايي، دی هم محرقې یا ترټکې نیولی، خو کومې نښې چې دی لري په کورونا اخته کسان یې هم لري.

نوموړي بي بي سي ته وویل، زړه بدوالی، هډکو درد، ګېډې درد، سخته تبه، ټوخی، د سینې خرابوالی او په بوی نه هېدل هغه څه دي چې محرقه کې هم وي او کورونا کې هم.

اکمل ظاهر ترکي خپل فیسبوک کې لیکلي، چې اول یې مور پلار ورته نښې درلودې، خو هغوی ښه شول:

"لومړی مې مور او پلار شدید سر درد، ټوخی، تبه او ځان درد لاره څو ورځې یې له کړایي وویستل، اوس شکر هغوی ښه دي، اختر نه دوه ورځې مخکې نه مې دردونه لرل، ځان مې ورته کلک کړی وه؛ خو د پرون راهیسې یې زه، ایمل او زموږ کشر ورور عبید را چپه کړي یو".

خواله رسنیو کې هم ځینو اندېښنه ښودلې چې ننګرهار کې کورونا ګډه شوې، خو خلک د تره ټکې یا وچکۍ نوم ور کوي:

یوه فیسبوک کارن زیارمل افغان لیکلي:. محرقه باندې به ځان نه غلطوو، همدغه چې ټول مخلوق پرې اخته دی، کورونا نومېږي. د نورو د روغتیا لپاره ځانونه له روغو کسانو جلا وساتئ.

یو بل فیسبوک کارن فضل قادر انډیوال وايي، کورونا ته د تره ټکې نوم ور کولو سره خلک دوه تاوانونه کوي:

لومړى دا چې تاسو کورونا ناديده ګڼئ او طبيعي ده چې په محرقه کې تاسو مريض نه ګوښی کوئ او چې هغه په کور کې قرنطين نه شي نو هم يې کورنۍ او هم کلى پرې اخته کېږي، له دې علاوه تاسو د کرونا ناروغ درملنه د کرونا پر پروسيجر نه کوئ، د کرونا تدابير نه غوره کوئ؛ په دې ډول مو مريض په لوى لاس وخامت او کور او کلى کرونا

خو ځینې نورو بیا ویلي، که دا ناروغي کورونا وي، ولې د محرقې په درملو جوړېږي.

فضل ربي شاکر لیکي: زه پنځه همداسې کسان پېژنم، چې علائم يې کټ مټ د کرونا دي، مګر د محرقې په درملو رغېدلي. شايد تاسې هم په خپل چم ګاونډ ډېر داسې خلک ليدلي وي، چې د محرقې له درمل خوړلو وروسته رغېدلي وي. ماته خو اوسنۍ کرونا کټه مټه پخوانۍ محرقه ښکاري.

مګر په نوره نړۍ کې هم ځینې خلک د کورونا د درمللو لپاره د ملاریا ځینې دارو کاروي، چې لا هم ډاکټرانو تایید کړي نه دي.

په ننګرهار کې د کورونا او محرقې په هکله دا خبرونه په داسې مهال دي چې د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کورونا وېروس د ۶۲۵ نویو پېښو له ثبت سره دغه هېواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېرو شاوخوا ۱۲ زره، پنځو سوو کسانو ته ورسېد.