BBC
 شاته

"له قرنطین وروسته ماشومانو کې ذهني‌ نارامي عادي خبره ده"

A teenager lying on her bed at home د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، یوازیتوب او ناهیلي د ځوان کول په ذهنونو کط ځای نیسي.

ماهرین د کورونا وېروس له کبله د قرنطین په تړاو خبرداری ورکوي چې په وینا یې د ښوونځیو تړل کېدو له کبله پر زده کونکو ذهني اغېز کوي.

دوی وايي، په کورونو کې ناست ماشومان یوازیتوب او له ملګرو ګوښیتوب احساسوي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف یوه سروې ښيي د وبا لومړي پړاو کې ماشومان له کورنۍ او دوستانو لېریوالی، د وېروس اخیستو او له همدې کبله مړه کېدو ته اندېښمن وو.

د جرمني په سویل لویدیځ کې د والداوشول نومي ښوونځي سر ښوونکې اورسولا ګراس بي بي سي ته وویل:

''په لومړي سر کې به ښايي دوی د ښوونځي تړل کېدو ته خوښ و، خو ډېر ژر ماشومان ناارامه شول. دوی په کور کې د ګوښیتوب له جنجال سره لاس او ګرېوان شول. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یونیسف سروې ښيي چې ماشومان او ځوانان له کورونا وېروسه ډاریږي

د یونیسف مسوولینو په وینا د نړۍ په ۱۴۵ هېوادونو کې د کورونا مخنیوي قرنطین له کبله نژدې یو اعشاریه شپږ میلیارده ماشومان اغېزمن شوي، چې نه یوازې له زده کړې بې برخې شوي، بلکې نور اغېز یې هم درلود. اغلې ګراس وايي:

''ښوونکي ماشومانو ته یوازې ریاضي، ژبه او ځینې نور کتابونه نه ورښيي، بلکې دوی له نورو سره روابط ورزده کوي، له نورو سره همکاري او ملګرتیا ورزده کوی او دغه راز له یوه بل سره لوبې ورزده کوي. ''

د جرمني غوندې پرمختللي هېواد کې د انټرنېټ له لارې هم په اسانۍ کیدای شي زده کړې وشي، خو د اغلې ګراس په وینا له نژدې لیده کاته داسې څه دي چې په دا منخ کې ورک دي او اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption قرنطین او د ښوونځیو تړل کېدو له کبله یو اعشاریه شپږ میلیارده زده کوونکي اغېزمن شوي

د (ځوان ذهن) په نامه خیریه ټولنې ټام ماډرس وايي:

''ښوونځی یو داسې خوندي ځای دی چې ماشومانو له داسې لویانو سره پکې غږیږي چې دوی پرې باور کولای شي او له خپلو همزولو سره مخامخ خبرې کولای شي، د وخت له یوه معمول سره بلدیږي. ''

نوموړی زیاتوي هغسې چې د وبا خپرېدو له اوجه وځو ''ښوونځي به له ځوان کول سره د مرستې مهم مرکزونه ثابت شي. ''

په یو شمېر هېوادونو کې په تدریجي ډول ښوونځي پرانیستل کېږي، خو ښاغلی ټام بیا فکر کوي، چې ښوونځي به یوازې د خوندیتوب له ډاډه وروسته پرانیستل شي.

داسې ګومان کېږي چې د خوندیتوب او خیر ښېګړې ټول اړین تدبیرونه به دومره اسان هم نه وي.

د نور هر څه په څېر به ښوونځي هم هاغسې پاتې نه شي، لکه څو اونۍ مخکې چې و. د بېلګې په توګه له ماشومانو به د پاکي او صفايي ساتلو غوښتنه کېږي،

تشنابونو ته به په نوبت پرېښوول کېږي او پرلپسې به د لاسونو وینځلو غوښتنه ترې کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ښوونځیو کې سخت شرطونه پلي کېږي

په ډنمارک او جرمني کې مثلاً زده کونکي په کوچنیو ډلو وېشل کېږي او له یوه بله په واټن کې ساتل کېږي، دغه کوچنۍ ډلې په بېلا بېلو وختونو کې ښوونځي ته ننوځي، له یوه بله لېرې ډوډۍ خوري، د لوبو په میدان کې د هرې ډلې ساحه معلومه وي او یوازې یو ښوونکی زده کړې ورکوي.

اغلې ګراس دا هم ګرانه چاره بولي:

''په ځانګړې توګه به د کم عمره زده کونکو لپاره دا ګرانه وي، چې له ملګرو، همزولو لېرې واوسي، په ټولګی کې او ان د تفریح پر مهال یوازې واوسي. ''

په یونیسف کې د رواني روغتیا همکارۍ څانګې مسووله زینب حجازي وايي، د ښوونځیو بېرته پرانیستل به داسې یو بهیر وي، چې ډېرې ځیرکتیا ته اړتیا لري:

''دا دروند کار دی، په ماشومانو کې به اضطراب رښتینی وي او په اوسنیو شرایطو کې دا طبیعي خبره ده. ''

اغلې حجازي وايي، تعلیمي مسوولین باید له هغو زده کوونکو سره د همکارۍ او مرستې وړتیا ولري چې له ذهني مسایلو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړې وايي، ښوونکي د بل هر چا پرتله ډېر وخت له زده کونکو سره تېروي او دوی ته خورا ډېره تمه کېږي، چې دغه مسایل درک کړي.

ماهرین وايي ښوونکي باید یوازې تر کتابي زده کړې ورکولو پورې محدود پاتې نه شي، بلکې د خپلو زده کوونکو له رواني حالته ځان خبر کړي او مرسته ورسره وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، باید ماشومانو ته وخت ورکړل شي

ځینې حکومتونو د یونیسف په مرسته د روانې میاشتې له لومړیو راهیسې په ذهني او عصبي ستونزو له اخته کسانو سره د مهربانۍ او خواخوږۍ څرګندولو یو کمپاین پیل کړی، چې پیغامونه یې پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېږي.

دوی له خلکو غواړي د ماشومانو خبرې ته غوږ ونیسي، غور پرې وکړي او د مسایلو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

د ماشومانو خیر ښېګړې فعالان د زده کونکو له مېندو، پلرونو هم غواړي چې کورونا وېروس مخنیوي بندیزونو ته او له دې کبله د راپورته شویو مسایلو په حل کې له خپلو ماشومانو سره همکار واوسي.