BBC
 شاته

افغانستان کې د اوربند غځېدو تمه؛ خو زابل کې هوایي برید مرګژوبله اړولې

اوربند
Image caption تمه کېږي چې د افغان حکومت لخوا د طالب بندیانو خلاصون به د اوربند غخېدو لامل شوي

په افغانستان کې د درې ورځني اوربند له ختمېدو سره سره د افغانستان دفاع وزارت کې سرچينې وايي، طالبانو نن چارشنبه کوم ستر عملیات یا پر افغان ځواکونو بریدونه نه دي کړي.

په افغان حکومت او طالبانو کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، ښايي د اختر درېیو ورځو لپاره اعلان شوی اوربند تر یوې اوونۍ په نا اعلان شوې بڼه دوام وکړي.

د طالبانو یو چارواکی وايي، په دغه اوونۍ کې به د دواړو خواوو لا نور بندیان خوشي شي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به هم لومړنی چمتوالی ونیولی شي. هغه زیاتوي چې سبا به یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه چې له دوی سره بندیان دي هم خوشې کړي.

زابل کې هوایي برید مرګژوبله اړولې:

خو د اوربند د غځېدو له رپوټونو سره هم مهاله له زابل ولایته رپوټونه وایي چې هلته یوه هوایي برید مرګژوبله اړولې ده.

د ولایتي شورا چارواکي وایي، په شاجوی کې هغه مهال هوایي برید وشو چې خلک د یو خوشي شوي طالب زنداني هرکلی ته ورټول شوي وو.

سرچینې وایي چې دې برید کې ۱۸ کسان وژل شوي او درې ماشومان ټپیان دي،

د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې برید کې د ۴ ماشومانو په ګډون ۶ ملکي کسان وژل شوي دي.

خو د زابل والي ویاند وایي چې په دې برید کې ۱۸ طالب وسله وال وژل شوي دي.

ایا اوربند به دوام وکړي؟

Image caption د افغانستان ځینو سیمو کې خلکو له اوربنده ګټه اخیستې او اختر کې نا امنو سیمو ته تللي دي

د طالبانو او حکومت اعلان شوی ۳ ورځنی اوبند تیره شپه پای ته ورسېد. پر ورستۍ ورځ یې د خلکو، حکومت او بهرنیو چارواکو په ګډون په کور او آن په نړیواله کچه د غځیدو غوښتنې وشوې.

خو نن طالبانو او افغان حکومت د اوربند د ختمیدو یا غځیدو په اړه په رسمي ډول څه ونه ویل؛ هغه خاموشي چې له جګړې ستړي ډېر افغانان یې د مثبت ځواب په توګه تعبیروي.

د زابل هوایي برید نه پرته ځینو نورو سیمو کې هم نښتې او بریدونه هم شوي چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

له دې مخکې طالبانو د حکومت له خوا د ۹۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او ویلي يې وو چې دوی به هم یو شمېر دولتي بندیان خوشي کړي.

ولسمشر غني د اختر درې وځني اوربند په هرکلي کې د طالبانو د ۲ زرو زندانیانو د خوشي کولو خبر ورکړ چې د اختر په دوو ورځو کې ۹۰۰ تنه د افغانستان له بېلابېلو زندانونو خوشي شول.‌

تیرو اوونیو کې هم افغان حکومت شاوخوا زر تنه طالبان بندیان خوشې کړي وو او طالبانو ۲۶۰ تنه د افغان دولتي زندانیان ازاد کړي وو.