شاته

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دوه پوليس په ډزو وژل شوي

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې نامالومو وسله والو دوه پوليس په ډزو وژلي دي، د اسلام اباد پوليس د پېښې پخلی کړی دی.

پوليس ويلي، د اسلام اباد په ترنول علاقه کې پوليس په ناکه موجود ؤ، او په دغه مهال پرې نامالومه وسله والو ډزې کړي دي.

د اسلام اباد پولیس په ډزو کې يو تاڼدار (ای اېس ايي) محسن ظفر او حوالدار سجاد وژل شوي دي. دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د طالبانو حزب الاحرارډلې د برید زمه واري منلې ده.

د اسلام اباد پوليس مشر (ايي جي) محمد عامر ذوالفقار خان د پېښې نوټس اخیستی دی.

د پېښې د پلټنو دپاره د ډي ايي جي اپرېشن وقارالدين سيد په مشرۍ دوه ټيمونه جوړ کړی شوي دي.

پوليس ویلي د پېښې وروسته يې علاقه په ګېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د اسلام اباد پوليس مشر ویلي په دغه ډول عملياتو به د پوليس حوصلې ماتې نه شي.

په پاکستان کې وخت په وخت د بدامنۍ دغه ډول پېښې رامنځته کیږي.

په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان کې زياتره دغه ډول پېښې مخې ته راځي، امنيتي ځواکونه او عام خلک پکې په هدف کيږي.