شاته

پاکستان کې دکرونا وایرس دخوریدو بهیر ورځ تر بلې چټک کیږي،۱۰کسان یې نور ووژل

پاکستان کې دچهارشنبې په ورځ نور 10کسان د کرونا وایرس له امله مړه شوي چې دې سره په ګرد هیواد کې په دې وایرس د مړو شوؤ شمیره 1231 ته رسېدلې ده.

دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي چې شمیره یې 416ته رسیږي اؤ دصحت محکمې له مخې په دغه صوبه کې 8259کسان په کرونا وایرس اخته دي.

پاکستان کې په کرونا د څار مرکز اؤ دصحت محکمې چارواکو ویلي چې دچهارشنبې ورځ په ګرد هیواد کې د کرونا 853تازه پېښې ثبت شوي اؤ 10کسان مړه شوي هم دي.

په نوؤ پېښو کې 699 پېښې سندهـ ایالت کې مخې ته رغلي اؤ شپږ د کرونا ناروغان په دغه ایالت کې مړه شوي هم دي .

همدا شان په 151پېښې په اسلام اباد کې ثبت شوي اؤ دغلته هم یو د کرونا ناروغ مړ شوی دی.

بلوچستان د کرونا وایرس یو ناروغ اؤ د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې درې ناروغان مړه شوي.

پاکستان کې دامهال د کرونا د ناروغانو شمیره 59850 ده چې دې کې تر ټولو زیات ناروغان 24206دسندهـ ایالت،21118دپنجاب،8259خیبر پښتونخوا،3536بلوچستان،638ګلګت بلتستان،۱1879اسلام اباد اؤ 214دپاکستان د واک لاندې کشمیر سره تړاؤ لري.

دصحت محکمې چارواکي تر اوسه پاکستان کې 19142 ناروغان د کرونا وایرس د وبا څخه روغ شوي هم دي.

پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو دا بهیر وروسته له هغې چټک شوی چې دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې لاک ډاؤن کې دنرمښت اعلان وکړو اؤ دبازارونو اؤ روزګارونو پرانستو ترڅنګ یې دپبلک ټرانسپورټ یا دسورلیو دګاډو د چلند اجازه هم ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې دصحت د محکمې پوهان پرله پسې وایي چې دکرونا د ناروغانو دشمیرو زیاتیدو په صورت کې دخلکو د ژوند ژغورنې دپاره حکومت ته دلاک ډاؤن ختمولو پځائ نور هم احتیاطي ګامونه اخستل پکار وؤ.

دچین د ووهان ښار نه خور شوي کرونا وایرس تر اوسه په ټوله نړۍ کې 5,710,874 کسان اغیزمن کړي یا ناروغه کړي اؤ 352,872 کسان ددې وایرس له امله مړه شوي هم دي.

خو نړیوالې شمیرې بیا ښایي چې تر اوسه 2,451,617 کسان له دې ناروغۍ بیرته هم جوړ شوي دي