شاته

د امریکا د صدر ټرمپ او ټویټر تر منځه لانجه راغلې ده

د امریکا د صدر د مطبوعاتو او رسنیو سره لانجې څه نوې خبره نه ده . ښاغلی ټرمپ د خپل صدارت د کمپاین د مودې څخه یو شمیر امریکاي مطبوعات دروغجن بولي، هم دغه شان مطبوعات صدر ته خپل سره او جذباتي واي.

د ښاغلي ټرمپ تازه لانجه د ټولنیزو رسنیو د مشهورې پاڼې ټویټر سره راغلې ده.

د ټویټر خپلو صارفینو ته په یو وضاحت صدر ټرمپ سخت تنقید کړی دی اوتور یې پورې کړی چې ټویټر د 2020 په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کوي.

ټویټر په وړومبي ځل خپلو صارفینو ته ويلي دي چې د صدر ټرمپ په ټویټونو کې د شوو خبرو تصدیق دې کوي.

ټویټر د صدر ټرمپ په یو ټویټ د فیکټ چیکینګ یعني رښتیا لټول لیبل هم پورې کړی دی.

صدر ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي وو چې “میل ان بیلیټس” يعني د خطونو د لارې رای یو فریب دی. هغه ويلي وو ددې کار نتیجه به درغلي وي.

د میل ان بیلیټس مطلب دا دی چې رای ورکونکو ته به کور ته بیلیټ پیپر لیږل کېږي او هغه به ېې د ډاکخانې د لارې بیرته ورلېږي.

ټويټر د صدر ټرمپ په دغه دعوا د رښتیاؤ د لټولو د لیبل لګولو تر څنګ خپلو صارفینو ته ويلي دي چې په دې ټویټ کې شوې دعوې درغ کیدی شي.

ټویټر چې ددغه خبرداري سره کوم لینک خپور کړی دی په هغې کې ویل شوي چې د صدر ټرمپ د میل ان بیلیټس په حقله دعوا کمزورې ده.

صدر ټرمپ ټویټر ته په ځواب کې ويلي دي چې د سي این این، واشنګټن پوسټ او ایمزون په درغجنو خبرونو یقین مناسب نه دی ځکه چې دغه رسنۍ دروغجنې دي. صدر ويلي دي چې د ټویتر دغه کار د اظهار د اذادۍ خلاف ورزي ده او زغملو وړ خبره نه ده.