شاته

جاپان د کروناویروس کړکیچ لپاره د ۱.۱ تریلیون ډالرو مرستې تصویب کړې

د جاپان د حکومت کابینې د ۱۱۰۰ میلیارډ ډالرو د مرستو یو بنډل تصویب کړ چې په هغه هیواد کې د کروناویروس له کبله رامنځ‌ ته شوی کړکیچ حل شي.

ددغه مالي مرستو د بنډل د پام وړ برخه به په هغو هڅو ولګیږي چې په هیواد کې د نور اقتصادي رکود مخنیوي په موخه په پام کې نیول شوي.

له دغو پیسو نه به د سقوط په حال کې کوچنیو او متوسطو کاروبارانو ته د اسان پور ورکولو، د ډاکترانو او نرسانو د معاشونو د ورکولو، د طبي سامانونو او تجهیزاتو د اخیستلو، د واکسین او نویو درملو د جوړولو د څیړنو او د کم عاید لرونکو او بیکاره شویو کورنیو د کورونو د کرایې د ورکولو لپاره ګټه واخیستل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو او چین وروسته جاپان په کال کې د پنځه تریلیون ډالرو ناخالص عاید په لرلو سره د نړۍ ستر اقتصاد دی.

د ۱.۱ تریلیون ډالرو د مرستو د بنډل په تصویبولو سره جاپان تر اوسه په مجموعي توګه ۲.۱۸ تریلیون ډالر د کروناویروس زیږنده کړکیچ لپاره تخصیص کړې دي چې ددې هیواد د ناخالص کلني عاید ۴۰ فیصده کیږي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په جاپان کې تر اوسه څه دپاسه ۱۶۶۰۰ کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۸۲۶ تنه یې مړه شوي دي.

د کروناویروس وبا لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه. د چهارشنبې د ورځې مۍ ۲۷ تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه پنځه میلیونه او ۶۱۴ زره کسان په کروناویروس اخته شوي دي او څه دپاسه ۳۵۱ زره تنه پدې وجه مړه شوي دي.