شاته

ایران کې د کرونا ویروس نوې نښې؛ د تنفسي نظام پر ځای هضمي نظام هدف ګرځي

په ایران کې د کرونا ویروس داسې نوې پېښې زیاتې شوي چې ناروغان په تنفسي نظام کې نه، بلکې د هاضمې په نظام کې د ناروغۍ نښې لري.

په همدې حال کې اندېښنې راپورته شوي چې کرونا ویروس ښايي د پولیو یا کولمو د انتاناتو ناروغۍ غوندې له یوه انسانه بل ته انتقال شي.

روغتیايي متخصصین هڅه کوي چې پوه شي کرونا ویروس څومره موده د انسان په فاضله موادو کې ژوندی پاته کېږي.

له چین او امریکا څخه نوي روغتیايي شواهد ښيي چې په کرونا ویروس اخته داسې کسان هم شته چې د تنفسي ناروغۍ نښې نه‌لري.

دا هغه څه دي چې د نړۍ څېړونکو یې په اړه تحقیق پیل کړی دی.

په ایران کې د کرونا ویروس پر وړاندې د کاري قوې غړی محمد رضا محبوب‌فر وايي: "پخوا به 'کووېډ-۱۹' د ټوخي، ساه بندۍ او لوړې تبې غوندې نښې درلودې. دا نښې د وبا خپرېدو په لومړیو دوو میاشتو کې ولیدل شوې، خو اوس د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو مهمې نښې د هاضمې د نظام ناروغي ده."

ایران کې د کرونا ویروس ازمویلو لپاره د نمونې اخیستل
ایران کې د کرونا ویروس ازمویلو لپاره د نمونې اخیستل

محبوب‌فر وايي چې دا ناروغان یا لږ څه تبه لري او یا هېڅ تبه نه‌لري.

دی وايي: "د 'کووېډ-۱۹' په اړه د ایران خپاره کړي ارقام ښايي د دې له کبله اغېزمن شوي وي ځکه د ایران د روغتیا وزارت هغه کسان نه‌شماري چې تنفسي ناروغۍ نه‌لري."

د ایران په شمالي ښار بابُل کې په مارچ میاشت کې د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې.

په بابل روغتیايي ساینس پوهنتون کې د هاضمې د انتاناتو ډاکتر سید حسن عابدي تأييدوي چې ډېری داسې ناروغان بستر شوي چې لږ تنفسي ستونزې لري.

عابدي وايي: "په بابُل کې د 'کووېډ-۱۹' څلورمه برخه ناروغان یوازې د هاضمې د ناروغۍ نښې لري."

دی وايي دا ناروغان له اسهاله کړېږي او په ورځ کې لږترلږه پنځه وارې اسهال لري چې تر دوو اوونیو دوام کوي.

عابدي وايي چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی ځکه د هاضمې د ناروغۍ نښې لرونکي عموماً لومړی روغتیايي مرسته ترلاسه کوي او د تنفسي ناروغۍ لرونکو په پرتله‌یې ډېر وروسته معاینات کېږي.

ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

دی خبرداری ورکوي چې ناوخته تشخیص د دې ویروس د لا په چټکۍ د خپرېدو لامل کېدای شي.

په ایران کې ویل شوي چې د مغزي سکتې یو شمېر پېښې هم له کرونا ویروس سره تړاو لري.

لومړۍ څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس څلور فیصده ناروغانو د هاضمې د ناروغۍ نښې درلودې.

خو نوې څېړنه د کرونا ویروس په ټولو ناروغانو کې د دې نښې درجه تر ۶۰ فیصده ښيي.

د روغتیايي مجلې لانسینټ په راپور کې څېړونکي دې نتيجې ته رسېدلي چې 'کووېډ-۱۹' د فاضله موادو له لارې د پولیو او کولمو د انتاناتو د ناروغۍ غوندې نورو خلکو ته انتقالېدای شي.

خو هغه څه چې تر اوسه څرګنده نه‌ده هغه دا چې کرونا ویروس په فاضله موادو کې څومره موده ژوندی پاتې کېږي.