BBC
 شاته

ایران کې د پت په نامه د ۱۴ کلنې نجلۍ وژنې غوسه را پارولې

Photo of Romina Ashrafi taken from a death notice in Gilan province, Iran د انځور حقوق Twitter
Image caption رومینا اشرفي د تېرې پنجشنبې پر شپه په ګېلان ایالت کې په خپل کور کې ووژل شوه.

ایراني پولیسو هغه سړی نیولی چې د پت په نامه د خپلې څوارلس کلنې لور په وژنه تورن دی.‌ رومینا اشرفي د تېرې پنجشنبې پر شپه په ګېلان ایالت کې په خپل کور کې ووژل شوه. دې پېښې په ایران کې دننه او همدا راز پر خواله رسنیو د خلکو غوسه را پارولې.

ځایي رسنۍ وایي، ۱۴ کلنه رومینا په ګېلان ایالت کې وروسته له هغه له خپل ۳۵ کلن ملګري سره وتښتېده چې پلار یې د دوی د واده مخالف وکړ.‌

وروسته دوی دواړه د پولیسو لخوا ونیول شول او نجلۍ بېرته خپل کور ته ولېږل شوه.

د تېرې چارشنبې پر ورځ د ایران یو شمېر ملي ورځپاڼو د رومینا قضیه پر خپلو مخپاڼو یاده کړې وه.‌

رپوټونه وایي، رومینا پولیسو ته بیا بیا ویل چې کور ته یې دې نه لېږي، ځکه هلته یې ژوند په خطر کې دی. اوس ادعا کېږي چې نوموړې د تېرې پنجشنبې پر شپه په خپله کوټه کې د پلار لخوا ووژل شوه.

د (ګېل خبر) په نامه ځایي‌ رسنۍ وایي، پلار یې په یوې لویې چړې د رومینا سر ور پرې کړ، وروسته له هماغه چړې سره له کوره بهر راووت‌ او پر خپل جرم یې اعتراف وکړ.‌

پر ټوېټر د رومینا اشرفي په نامه جوړ شوی هشټګ لږ تر لږه پنځوس زره ځله کارول شوی او ګڼو کسانو د هغې وژنه او د ایرانۍ ټولنې نرواکي غندلې ده.

د ایرانۍ مېرمنو د حقونو د ټولنې مشرې شاه دخت ملاوردي ویلي، رومینا په ایران کې د پت په نامه وژنو لومړۍ قرباني نه ده،‌ او وروستۍ به هم نه وي.‌

نوموړې وایي، تر هغې چې ځایي او نړیوال قانون او کلتور د دا ډول جرمونو پر وړاندې سختي‌ ونکړي، داسې پېښې به بیا هم رامنځته کېږي.‌

د ایران قانون کې د پت په نامه وژنو قضیو کې د کورنۍ پلار یا نورو غړو لپاره سخته سزا نه ده ټاکلې. که یو پلار د خپلې لور په وژنه مجرم ثابت شي،‌ د اعدام پر ځای له درېیو تر لسو کالو بند سزا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په نورو قضیو کې د قتل سزا اعدام او یا هم دیه ده.‌

په ایران کې د پت په نامه وژنو کره شمېر نه دی مالوم، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بشري‌ حقونو ډلې وایي‌ چې دا ډول پېښې د ایران په کلیوالو سیمو کې لا هم عامې دي.‌