شاته

پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۳۰ تنه مړه شوي، د مړو ټوله شمېره ۱۱۹۷ ته ورسېده

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وایرس نه نور ۳۰ تنه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۱۱۹۷ ته ورسېده.

په ۱۳۵۶ نورو کسانو کې د کرونا پخلی شوی او په ملک کې ورسره د کرونا وايرس وهلو ټوله شمېره ۵۷زره۷۰۲ ته رسېدلې ده.

دولتي شمېرې وايي تراوسه پورې په ملک کې په کرونا وايرس اخته ۱۸زره۳۱۴ کسان ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره تراوسه پورې څلور لکه ۹۰زره ۹۰۸ معاينې (ټېسټونه) شوي دي.

په تېر شوا روز کې بيا ۷۲۵۲ معاينې شوې چې پکې ۱۳۵۶ مثبتې مخې ته راغلي دي.

خېبرپښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور اته کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۴۱۶ او اغېزمن ۸۲۵۹ ته رسېدلي دي او ۲۵۷۸ ترې ښه شوي دي.

په پنجاب صوبه کې په کرونا وايرس نور لس تنه مړه شوي دي، په پنجاب کې ۲۱زره۱۱۸ کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي او ۶۱۸۵ ترې صحتمند شوي دي.

د پاکستان په سند صوبه کې تازه پينځه تنه کرونا وايرس مړه کړي، په سند کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۳۷۴ ته ورسېده.

په سند کې په کرونا وايرس اخته ۸۵۱۵ صحتمند شوي هم دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس نه ۴۲، په اسلام اباد کې ۱۸، په ګلګت بلتستان کې نهه او ازاد کشمير کې څلور تنه د کرونا وايرس ننه مړه شوي دي.