BBC
 شاته

د افغانستان اکاډیمیک شخصیت میر حسین شاه ومړ

د میر حسین شاه کورنۍ وايي، میر حسین شاه امریکا کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
Image caption د میر حسین شاه کورنۍ وايي، میر حسین شاه امریکا کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

افغان لیکوال او د پوهنتون استاد میر حسین شاه په ۹۵ کلنۍ ومړ. د نوموړي کورنۍ وايي، میر حسین شاه امریکا کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

میر حسین شاه کندهار کې زیږېدلی او لوړې زدکړې یې کابل او هند کې کړې دي. هغه دېرش کاله د کابل پوهنتون تاریخ او ادبیاتو پوهنځیو کې استادي کړې او د پوهنتون پوهاند رتبې ته رسېدلی و.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د میر حسین شاه د مرګ غبرګون کې هغه یو زړه سواند، هېواد دوست او ژمن انسان بللی دی او مړینه یې یوه لویه ضایعه بللې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر فېسبوکپاڼه د پوهاند میر حسین شاه مړینه یوه ضایعه بللې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني، میر حسین شاه د افغانستان د یوه تکړه لیکوال او مشهور تاریخپوه بللی دی.

د استاد میر حسین شاه ډېرې علمي او اکاډیمیکې مقالې خپرې شوې دي او دوه کاله مخکې یې د مقالو یوه ټولګه کابل کې چاپ شوه.

د نوموړي په مشهورو اثارو کې "ترجمة حدود العالم من المشرق و المغرب"، "د امیر علي شیر نوايي احوال او اثار" او "هند کې افغانان" هم راځي.

Image caption هغه دېرش کاله د کابل پوهنتون تاریخ او ادبیاتو پوهنځیو کې استادي کړې او د پوهنتون پوهاند رتبې ته رسېدلی و.

میر حسین شاه ته د هغه د علمي خدمتونو له امله د افغانستان د شاهي دولت له خوا د "پوهنه" او د پخواني ولسمشر حامد کزي لخوا د "میر مسجدي خان" مډالونه هم ورکړل شوي.

په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت په خرابېدو، په ۱۹۸۸ کال میر حسین شاه له افغانستانه کډه وکړه او امریکا ته ولاړ.