BBC
 شاته

'کورونا وېروس دوه میاشتې بېړۍ کې یوازېتوب ته اړ کړم'

ژوان جیډ په بېړۍ کې ایسار پاتې و د انځور حقوق Juan Jade
Image caption ژوان جیډ په بېړۍ کې ایسار پاتې و

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدو د کروس په نامه بېړۍ د فعالیت درېدو لامل شوه چې زرګونه مسافر یې په سمندر کې ایسار پاتې شول. د یوه کیسه دلته را اخلو.

په بېړۍ کې د ژوان جیډ ژوند د څه باندې څلورو کلونو لپاره هره ورځ یوشان و.

۴۰ کلن کولمبیایی سندرغاړی او موسیقي غږوونکی د کروز بېړۍ د چارو چلوونکي له خوا ګومارل شوی و چې مسافرو ته په ژوندۍ بڼه موسیقي وغږوي، خو کورونا وېروس یې هرڅه ګډوډ کړل.

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې، ژوان بېړۍ کې له سپرو پرته یوازېتوب کې و، خپل ټاټوبي د کولمبیا مرکز بوګوټا ته د ستنېدو ریښتیې هیله یې هم نه وه.

د انځور حقوق Juan Jade
Image caption کولمبیا ګومارلی و چې مسافرو ته سندر ووايي

هغه بي بي سي ته پر ټیلېفون وویل: "لږ تر لږه دا سېک را پکې و چې هره ورځ د لمر لوېدو په زړه پورې شېبې ووینم، زه یې منندوی یم. خو، سړیه زه غواړم کور ته ولاړ شم او خپل درې ماشومان ووینم."

ژوان جیډ د کروز بېړۍ له هغو شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ مسافرو یو و، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو ورته راغلي وو، چې بالاخره د کورونا وبا له کبله په لیمبو کې ودرول شوه.

دې بېړۍ د فیلیپین مانیلا سمندرغاړو کې له څه باندې ۲۰ نورو بېړیو سره یوځای لنګر واچاوه.

د بېړۍ عمله کې د فیلیپین په ګډون د نورو هېوادونو کارمن هم وو، چې لاهم له خپلو کورنیو لیرې پاتې دي.

د فیلیپین چارواکو د قرنطین سخت قانون پیل کړی او خپل هېواد ته په کورونا وېروس د اخته کسانو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

په کروز بېړۍ کې د مسافرو منځ کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ګڼې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي، چې تر ټولو څرګنده پېښه د الماس لرونکې شهزادګۍ ده، هغې دوه میاشتې د جاپان یوکوهاما سمندرغاړې قرنطین کې تېرې کړې دي.

د بېړۍ لږ تر لږه ۶۲۱ سپاره په کورونا وېروس اخته شوي وو.

د انځور حقوق Juan Jade
Image caption دفیلیپین مانیلا سمندرغاړه کې کروز بېړۍ لنګر واچاوه

د امریکایۍ "میامي هیرالډ" ورځپاڼې د څېړنې له مخې، چې د نړۍ له بېلابېلو حکومتونو معلومات ترلاسوي، وايي د مې تر ۸مې په کروز بېړۍ کې سپاره ۲۲ سلنه سپاره په کورونا وېروس اخته شوي وو.

ژوان وویل: "موږ له استرالیا روان شوو، درې ورځې کروز بېړۍ کې وو چې ماڼو اعلان وکړ موږ بېرته سمندرغاړې ته ستنېږو."

"که څه هم موږ د استرالیایي شرکت لپاره کار کاوه، خو زموږ د بېړۍ پر سر رسماً د برتانیا بیرغ رپېده."

دغه سندرغاړی وايي، زموږ ملګري هر ځای په بېړۍ کې تجرید شوي وو، ځینې یې مړه شوي وو.

"موږ له ناروغانو او سپرو سره همکاري کوله، چې بوخت یې وساتو، خوشاله یې کړو او بوختوونکي پروګرامونه مو ورته جوړ کړي وو. ان رادیو مو هم لرله چې ما خپله هم ویندويي پکې کوله."

ژوان په وېډيويي بڼه هم سندرې پکې جوړولې او پر خواله رسنیو به یې خپرولې.

د انځور حقوق Juan Jade
Image caption جیډ وايي، د مسافرو د خوشالۍ لپاره یې راډیو کې بېلابېل پروګرامونه وړاندې کول

د هغه انسټاګرام اکونټ کې "د پېریانو له بېړۍ انځورونه" په نامه د انځورونو ټولګه خپره شوې، چې تشه بېړۍ پکې ښکاري.

دی وايي: "ما د نړۍ له لر و بره د خلکو پیغامونه ترلاسه کول چې دوی خپل ملاتړ راسره اعلان کړی و."

دی اوس بې کاره دی. کور ته د ستنېدو او ازادېدو په تمه دی، له همدې سره یې بېړۍ کې د فعالیت قرارداد ختم شوی دی.

د انځور حقوق Juan Jade
Image caption ژوان جیډ وايي، په سیمه کې توپان هم راغلی و

دی وايي "کله کله به خپه شوم. ځینې وخت خوب ډېر ګران و. ما به خوب لیده چې کور ته د ستنېدو امر راته شوی وي."

هغه خپل ځینې ملګري ولید چې ستانه شول. په هغه ورځ چې ده له بي بي سي سره خبرې کولې، په پام کې وه چې د بېړۍ برازیلي او ارجنټایني کارمن سوېلي امریکا ته ولاړ شي.

د انځور حقوق Juan Jade
Image caption ژوان جیډ وايي، د لمر لوېدو له شېبو یې خوند اخیست او عکسونه به یې اخیستل

په داسې حال کې چې د کولمبیا چارواکو د نړۍ بېلابېلو برخو ته د دغو مسافرو لپاره د سفر اسانتیاوې برابرولې، ژوان وايي، له مانیلا نه هېڅ د هوايي سفر فرصت نه و. سوداګریزې الوتنې هم نه وې.

د کولمبیا د حکومت د شمېرو له مخې، له کابو ۱۸ هېوادونو څخه د کورونا وېروس د خپرېدو له وخت راهیسې تر ۳۰۰۰ ډېر کولمبیايي وګړي خپل هېواد ته ستانه کړل شول.

د انځور حقوق Juan Jade
Image caption د بېړۍ څوکۍ تشې دي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر کلوډیان بلوم وویل، خپلو هېوادونو ته د وګړو ستنول زموږ "لومړیتوب" دی.

ژوان په پای کې په غمجنه او خپه څېره وویل: "هېڅ سوچ مې نه کاو چې داسې ورځ به راباندې راځي."