نیویارک ټایمز: ټرمپ له ټاکنو مخکې له افغانستانه پوځيان ایستل غواړي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، په پام کې ده چې راتلونکې ورځې به ځینې جګپوړي امریکايي پوځي چارواکي ولسمشر ټرمپ ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر غوراوي سلامشورې ورکړي، چې ښايي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو پیلېدو مخکې یې پر وتلو سلا وشي.
نیویارک ټایمز لیکي، تر راتلونکې نومبر میاشتې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو غوښتنه د جګړې په ډګر کې د پوځي قومندانانو پر ارزونې پورې تړا لري، خو کېدای شي ولسمشر ټرمپ تر ټاکنو مخکې د پوځيانو په ایستلو خپل کمپاین پیاوړی کړي.
جګپوړي امریکايي پوځي چارواکي پر دې باور دي چې له افغانستانه ژر وتل به د سږ کال لومړیو کې له طالبانو سره د سولې د هوکړې د زیان لامل شي.
په وروستیو میاشتو کې، ښاغلي ټرمپ څو ځله له مهالوېش مخکې له افغانستانه د ژر وتلو خبره تکرار کړې ده.
د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه، په قطر کې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې له مخې باید امریکايي پوځیان په ۱۲-۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.
نیویارک ټایمز وايي، ولسمشر ټرمپ ته به جګپوړي پوځي چارواکي دوه غوراوي وړاندې کړي، لومړی دا چې د ټاکنو له ورځې مخکې له افغانستانه پوځيان وباسي، خو دفاع وزارت بل غوراوی هم لري چې ورو - ورو د پوځيانو ایستل پیل کړي، چې په دې سره به د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې افغانستان کې امریکايي پوځيان پاتې شي.
- "ټرمپ د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیلوي"
- له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول
- خلیلزاد: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کلونو خبره ده
- ټرمپ: له امریکا پرته به افغانستان د "ترهګرو پر هارورډ" بدل شي
دا مهال په افغانستان کې تر ۱۲۰۰۰ لږ امریکايي پوځيان شته.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګروال توماس کمپبېل ویلي، تر ۸۶۰۰ د کمو امریکايي پوځيانو پاتې کېدل به هوکړې ته د طالبانو پر ژمنتیا او ځمکني وضعیت پورې تړلي وي.
امریکايي چارواکي وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځيانو ژر وتلو ته د ټرمپ د لېوالتیا یو بل لامل په افغانستان کې د کورونا وېروس په چټکۍ خپرېدل دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، باور کوي چې لږ تر لږه ۵۰ سلنه افغان امنیتي ځواکونه په ډېر احتمال کورونا وېروس لري، په دې مانا چې د امریکايي او افغان ځواکوونو ګډ عملیات درول شوي، چې په دې سره د افغانستان په ختیځ کې د ''اسلامي دولت" (داعش) ډلې پر ضد عملیات درول شوي، خو د دغې ډلې پرضد به هوايي بریدونه دوام ولري.
د امریکايي ځواکونو په وتلو به په افغانستان کې د دوی ګڼې اډې وتړل شي.
په ۲۰۱۶ کږال کې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې ښاغلي ټرمپ هوډ څرګند کړی و، چې له افغانستانه به امریکايي ځواکونه باسي، خو واک ته له رسېدو وروسته نوموړي دغه هېواد ته د نورو ځواکونو پر استولو هوکړه وکړه.