شاته

پي ټي اېم د خړ کمر د پېښې ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خړکمر د پېښې په کال پوره کېدو دا ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځي، د شمالي وزيرستان په خړکمر علاقه کې تېر کال هم په دې ورځ (۲۶می) باندې په يوه پوځي چيک پوسته د ډزو په پېښه کې د پي ټي اېم ۱۵ فعال وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي وو.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د خړ کمر د پېښې په کال پوره کېدو د دې ورځې د تورې ورځې په توګه د نمانځلو ويلي او زياته کړې یې وه د دې ورځې په مناسبت به غټې غونډې ځکه نه راجوړوي چې کرونا وبا خوره ده او دوی هڅه کوي چې فاصلې وساتي.

خو ويلي يې ؤ د غورځنګ د وژل شوؤ غړو قربانۍ به هېرې نه کړي او په دې ورځ به پښتانه په خپلو کورونو کې تورې بېرغې لګوي.

هغه زیاته کړې وه چې د کرونا وبا ختمه شي بيا به د خړ کمر په ياد کې غټه جلسه راجوړوي.

پشتين ويلي په پي ټي اېم رنګ رنګ تورونه لګول کيږي خو دوی د رياست نه نور هیڅ نه غواړي د ترهګرۍ مخالفت کوي او يواځې دا غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ په نوم دې د پښتنو وژنې بندې کړی شي.

د پي ټي اېم مشر ویلي دوی ته ګواښونه کيږي او د غورځنګ په وړاندې هر ډول خنډان جوړول کيږي خو دوی به کله هم د خپلو حقونو دپاره پېل کړې مبارزې نه په شا نه شي.

تېر کال د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي هلته بيا د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

پوځ او پي ټي اېم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي ؤ د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ د ډلې سره د مشکوک ترهګر خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخې نيولو په وخت دوی په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وو.

پوځ ویلي ؤ د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ دا هم ويلي ؤ چې په دغه موقع یې علي وزير سره د اته نورو کسانو نيولی ؤ. محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته حواله کړی ؤ.

خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ۲۳ ژوبلېدو پخلی کړی او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

د مړ تن دپاره ۲۵ لکه روپۍ او د ژوبل دپاره يې لس لکه روپو ورکولو اعلان کړی ؤ.

پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې او هغوی پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو.

خو پي ټي اېم د پوځ بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې دوی يوه پرامنه احتجاج کولو او په دغه مهال چې کله دوی د خړ کمر چيک پوستې ته ورسېدل تش لاس ؤ يواځې احتجاج يې کولو خو پوځ په مظاهره چیانو نېغې ډزې کړې وې.

پي ټي اېم په ټویټر د خړ کمر قتل عام په نوم ټرېنډ چلوي،

او محسن داوړ په ټويټر ويلي،

"یو کال وشو چې په خړ کمر کې مې د ملګرو قتل عام شوی ؤ. د خړ کمر د قتل عام په مهال چې مې کومه بې وسي محسوس کړې هغه په يو کال کې نوره سېوا شوې ده. په پارلیمان او لارو کوڅو کې په پرامنه ډول زمونږ د انصاف غوښتنې د پامه غورځول شوي دي او د دغې په ځای راته د عارف وزير مړی راکړی شوی دی".

فرحت الله بابر په ټويټر ليکلي،

"د خړ کمر د قتل عام يو کال وشو. که په پېښه کې د وژل شوؤ سره انصاف ونه شو د دوی قبرونه به په پېښه کې د ککړو پرضد په خپله انصاف وکړي. دا د قدرت قانون دی".

افراسياب خټک ويلي،

"د خړ کمر قتل عام وروسته له هغې شوی ؤ چې د پوځ وياند پي ټي اېم ته ګواښونه کړي وو. د خړ کمر پېښه د هغو پښتنو د قتل عام برخه ده په کوم کې چې ملت پاله پښتانه ځوانان وژل شوي وو. يو باوري رښتونی کمېشن دا معامله راټولولی شي نه چې په انکوايرۍ ځان خلاص کړی شي".

د پي ټي اېم مشران وايي په ځای د دې چې په خړ کمر کې د وژل شوؤ سره انصاف شوی وی د علي وزير او محسن داوړ پرضد مقدمې جوړې شوې زندان ته واچول شو او د پي ټي اېم پرضد عملیاتو ته نور زور ورکړی شو.

خو پي ټي اېم وايي دوی به د پښتنو د حقونو دپاره د ائين او قانون لاندې په پرامنه ډول خپله مبارزه جاري ساتي او د وژل شوؤ دپاره انصاف غواړي.

د پاکستان پوځ او حکومت په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه لګولي خو پي ټي اېم وايي د غورځنګ پرضد د لګول شوي تورونو رد کړي او وايي د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.