شاته

پاکستان کې په راتلونکو ورځو کې د کرونا وايرس پېښې او مړينې نورې سېوا کېدی شي، ظفر مرزا

د صحت په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم مرستيال ويلي کرونا وايرس دې معمولي ونه ګڼل شي.

هغه ويلي په راتلونکو ورځو کې په ملک کې د کرونا نه د خلکو اغېزمن کېدو او مړينو شمېره نوره سېوا کېدی شي.

ډاکټر ظفر مرزا ويلي حکومت به د اختر وروسته د حالاتو جاج اخلي که حالات نور خراب شوي وو نو په لاک ډاؤن کې د شوې نرمۍ پرېکړې ته بيا کتنه کېدی شي.

په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته نورو ۳۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی، د تېرو ۲۴ ساعتونو د دغو مړو سره په ملک کې د مړه شوؤ کسانو ټوله شمېره ۱۱۹۷ شوې ده.

د صحت د وزارت ترمخه په ملک کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټول ۷۲۵۲ ټېسټونه شوي چې پکې په ۱۳۵۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د تازه شمېرو سره په ملک کې په ۵۷زره۷۰۵ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

ظفر مرزا ويلي په لاک ډاؤن کې نرمي د اختر دپاره شوې وه خو خلکو د هغې دا تاثر واخستو چې ګنې دا وبا کمه شوې ده.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې د يو بل ترمنځ فاصلې وساتي، ماسکونه اچوي، په صابن بيا بیا لاسونه ووينځئ، سېنيټايزر کاروئ او د کرونا وبا په لړ کې د حکومت په لارښوونو عمل وکړئ.