شاته

د۹۰۰نورو طالب بندیانو خوشې کول،دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ معاملې ښه لوري ته روانې شوي

داختر په ورځو کې دطالبانو اؤ افغان دولت لخوا د درې ورځني اوربند داعلان وروسته د دواړو خواؤ ترمنځ معاملې په ښه لوري روانې شوي اؤ‌ افغان دولت اعلان کړی چې شاوخوا۹۰۰نور طالب بندیان هم له بنده خوشې کوي.

دطالبانو لخوا اختر کې د درې ورځني اوربند له اعلان وروسته ولسمشر اشرف غني هم د اوربند اعلان کړی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې روښانه کړې وه چې دطالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټک کوي چې طالبانو داشرف غني ددې اعلان ستائنه کړې ده.

دافغانستان دملي امنیت دشورا ویاند جاوید فیصل دسه شنبې په ورځ امریکا غږ اشنا څانګې یې ویلي چې افغان دولت نن ۹۰۰نور طالب بندیان له بنده خوشې کوي چې مقصد یې د اوربند دوام اؤ دبین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره هوارول دي.

امریکا اؤ طالبانو په ۲۹مه فرورۍ قطر کې د سولې په یو تړون لاسلیکونه کړي چې ددې تړون له مخې به دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان له بنده خوشې کولی شي اؤ طالبان به هم دافغان دولت بندیان خوشې کوي.

افغان دولت تر دې دمخه هم ۱۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشي اؤ طالبان وایي هغوئ هم په لسګونو افغان سرتیري خلاص کړي دي.

دبندیانو دخوشې کولو په اړوند وړومبي سر کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ جنجالونه موجود وؤ اؤ ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ هغه پابند نه دی چې دطالبانو بندیان له زندانونو خوشې کړي خو وروسته دامریکا په منځګړتوب افغان دولت اؤ طالبانو دیو بل دبندیانو دخوشې کولو لړۍ پیل کړه.

ولسمشر اشرف غني داختر په وړومبۍ ورځ‌ په طالبانو غږ کړی ؤ چې نور باید دجګړو څخه لاس واخلي اؤ دخبرو دلارې دجنجال هواري ته راوړاندې شي.

طالبانو لا په سمدستي توګه د اشرف غني د اوربند غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی خو د هغه لخوا دطالب بندیانو دخوشې کولو دلړۍ چټک کولو ستائنه یې کړې ده