شاته

په کرونا وایرس اخته شوی دخیبر پښتونخوا چیف سیکرټري کاظم نیاز باچا خان سره څه رشته لري ؟

ډاکټر کاظم نیاز دپښتو ژبې د مشهور شاعر،لیکوال اؤ مصنف ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز ځوئ اؤ دباچا خان اؤ ولي خان د کورنۍ یو مهم غړی دی چې خیبر پښتونخوا کې یې په مهمو ریاستي دندو خدماتو ترسره کړي دي.

دخیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکرټري ښاغلی ډاکټر کاظم نیاز هم په کرونا وایرس اخته شوی چې له دې وروسته نوموړي ځان قرنطین ته اچولی دی.

ډاکټر کاظم نیاز دپښتو ژبې د مشهور شاعر،لیکوال اؤ مصنف ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز ځوئ اؤ دباچا خان اؤ ولي خان د کورنۍ یو مهم غړی دی چې خیبر پښتونخوا کې یې په مهمو ریاستي دندو خدماتو ترسره کړي دي.

دخیبر پښتونخو صوبې وزیراعلی محمود خان وایي کاظم نیاز دکرونا وایرس دمخنیوي لړ کې په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې ده اؤ دهغه په دغه رنځ کې پخپله اخته کیدل دخفګان ډکه خبره ده.

پخپل یو بیان کې وزیراعلی محمود خان د ډاکټر کاظم نیاز د عاجلې روغتیا دعاګانې کړي دي اؤ دکرونا په ضد حکومتي کمپائن کې یې دهغه هڅې ستائیلي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي ډاکټر کاظم نیاز ګن شمیر روغتونو،ائسولیشن مرکزونو اؤ‌ لیبارټریو څخه لیدنې کړې وې اؤ له هغې وروسته چې کله دهغه خپل دکرونا ټیسټ وکړل شو نو نتیجه یې مثبت راغله.

دهغه تر څنګ یې یو زوئ افضال هم په کرونا وایرس اخته شوی دی.

ډاکټر کاظم نیاز تیر کال‌په اکتوبر کې دخیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکرټري یا عمومي سکتر ټاکل شوی چې په انتظامي‌ لحاط دا صوبه کې تر ټولو ستره رتبه ده.

هغه تر دې وړاندې دګڼو پخوانیو قبائیلي سیمو د پولیټیکل ایجنټ په توګه اؤ په نورو محکمو انتظامیي چوکیو هم دندې ترسره کړي دي.

دکاظم نیاز کشر ورور میرویس نیاز دپولیسو محکمه کې یو لوړ پوړی افسر دی اؤ هغه دپلازمینې اسلام اباد دپولیسو مشر یا ایس ایس پي هم پاتې شوی دی

کاظم نیاز دخدایي خدمتګار تحریک د بنسټګر باچا خان د خوريی (دخور ځوئ) اؤ دعوامي نیشنل ګوند دمشر اسفندیار ولي خان د ماما پروفیسر جهانزیب نیاز مرحوم مشر ځوئ دی چې دپښتو شعر و ادب سره هم زیاته علاقه لري .

پروفیسر جهانزیب نیاز دتعلیم محکمه کې دخدماتو ترسره کولو ترڅنګ دادب څانګه کې هم نه هیریدونکي خدمات ترسره کړي اؤ‌ پښتو ادب ته یې دنظم اؤ نثر ګڼ شمیر کتابونه ورکړي دي.

خان عبدالغني د جهانزیب نیاز باندې څو نظمونه لیکلي ا‌ؤ ولي خان مرحوم دهغه په نوم د زندان څخه یو شمیر خطونه هم لیکلي چې په کتابي بڼه چاپ دي.

دپروفیسر جهانزیب نیاز یوه خور تاجو بي بي په خان عبدالولي خان واده وه چې داسفندیار ولي خان سکه مور وه اؤ دهغه د زیږون په مهال مړه شوې وه.

ویل کیږي تاجو بي بي دبابړې دتاریخي پېښې په موقعه دهاغو زخمیانو زخمونه پخپله لوپټه تړل چې دقیوم خان په دور کې دپاکستان پوځیانو په ګولیو ویشتلي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي