شاته

د پاکستان سټېټ بېنک وايی بېنکونو نه د شخصي او تجارتي قرضونو اخیستل کم شوي

د سود په شرح کې د کمي باوجود هم بېنکونو نه د شخصي او تجارتي قرضونو د اخیستلو شرح د تېر کال په مقابل کې کمه شوي ده. دا خبره د پاکستان سټېټ بېنک په خپل رپورکې کړې ده.

سټېټ بېنک ویلي د تېر کال د لومړیو ۱۰ میاشتو په مقابل کې سږ کال د قرضونو په شرح کې ۴۷ فیصد کمی لیدل کیږي.

د خپور کړی شوي راپور شمېرې ښايي چې د کمرشل بانکونو نه شخصي قرضې د تېر مالي کال هم دومره موده کې د ۳۸۳.۸ بليونه روپيو نه ۱۲۲.۶ بليونه روپيو ته او د اسلامي بانکونو د ۷۹ بليونه روپيو نه ۵۲ بليونه روپيو ته راکوزې شوې دي.

د اسلام اباد انټرنېشنل اسلامک يونيورسټۍ کې د معاشياتو يو استاد او پوهاند ډاکټر معراج الاسلام وايي د پاکستان تحريک انصاف حکومت په ملک کې د معيشت بحالۍ او استحکام د پاره اول په قرضو د سود شرح ډېره وچته ساتلې وه ځکه په ملک کې شخصي سرمايه کاري ونه شوه او په دې بد اثرات وکتلی شو. هغه وايي په وروستيو کې که حکومت د کرونا وبا له وجې د معيشت ښه کولو د پاره دغه په قرض باندې د سود شرح ډېره زياته راکمه کړې ده خو بيا هم سرمايه کاري نه ده شوې او د دې څه مثبت اثرات نه دي ښکاره شوي.

ډاکټر معراج الاسلام وايي حکومت اول په قرضو د سود شرح ډېره زياتولو سره په ملک کې دننه شخصي سرمايه کاري ونه شوه او ملک کې ګراني او غربت او سېوا شو. بيا په وروستيو کې د مارچ مياشتې راهسې د کرونا وبا په ملک کې خورېدو نه پس که د هر قسمه او هرې شعبې په کاروبارونو باندې د دې له وجې بد اثرات پرېوتي او حکومت د دې له وجې دباو کې دغه د سود شرح يکدم اته فيصدي ته راکمه کړې ده خو په ملک کې د اوږد لاک ډاون له وجې کاروباري هلې ځلې هم ودرېدلې وې او په داسې حال کې د سرمايه کارۍ لپاره د شخصي بانکونو نه قرضې وچتولو کې اضافه نه ده کتلی شوې.

ډاکټر معراج الاسلام وايي په دې کې به لږ وخت لږي چې خلک د سرمايه کارۍ د پاره په قرضونو کې د سود شرح کې د دغه کمې نه څه ګټه پورته کړي او د دې څه مثبت اثرات په معيشت ښکاره شي. " څو پورې لاک ډاون وي او د معيشت پايه دغسې ولاړه وي نو سرمايه کاري به نه کيږي او سرمايه کاري چې نه کيږي نو د قرضې اخستلو ضرورت نه وي."

د کرونا وبا خورېدو نه پس په دوه مياشتو کې ملک کې دننه د سرمايه کارۍ د پاره د قرضو د پاره د سود شرح د ۱۳.۲۵ فيصدي نه حکومت ۸ فيصدي ته راکمه کړې او حکومت د پرايوېټ شعبې د پاره او د سرمايه کارۍ د پاره داسې سکيمونو او پروګرامونه هم وړاندې کړي چې د خلکو روزګار هم ختم نه شي او معيشت هم ښه شي. د معيشت پوهان وايي که حکومت ملک کې معيشت او سرمايه کاري ښه کولو د پاره اعلانونه کړي او څه ګامونه يې اخستي هم دي د دې مثبت اثرات ښکاره کېدو کې به وخت لګي.