شاته

سعودي،عرب اماراتو اؤ نورو عرب هیوادونو لاک ډاؤن کې نرمښت اعلان کړو

دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو په ګډون دمنځني ختیز ګڼ شمیر هیوادونو د کرونا وایرس له امله په کاروباري فعالیتونو اؤ ګرځېدو لګول شوي بندیز کې دنرمښت اعلان کړی دی .

دسعوي عرب خبري شبکې ایس پي‌ ای پخپل راپور کې ویلي چې دمئ ۳۱مې نیټې نه به له مکې ښار پرته ټولو ښارونو کې دخلکو په تګ راتګ اؤ کاروباري فعالیتونو بندیز کې نرمښت راوستل کیږي.

ددغه نرمښت له مخې به خلک دسحر نهو بجو نه ماسپښین درېوؤ بجو پورې خپلې ورځني فعالیتونه ترسره کولی شي خو درېوؤ بجو وروسته به ګرځ بندیز یا کرفیو پځائ وي.

خبر کې راغلي چې مکه مکرمه کې به ۲۴ساعته لاک ډاؤن پځائ وي اؤ خلک به د ګرځېدو یا کاروباري فعالیتونو اجازه نه لري.

راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۱۲م جون څخه به دسعودي عرب ټولو ایالتونو کې کرځ بندیز ختمولی اؤ مکه کې په مسجدالحرام کې په جمعې سره دنمونځ کولو اجازه ورکولی شي.

ددغه ټاکلې مودې پورې به دټولنیز واټن په اړوند په دولتي اوامرو عمل کولی شي اؤ د۵۰نه د زیاتو کسان یو ځائ ته په راټولیدو به بندیز پځائ وي.

سعودي عرب د عمره کوونکو اؤ دنړۍ نه سعودي ته د ورتلونکو الوتکو په الوت بندیز تر راتلونکي امر پرځائ ساتلی خو نه یې ده روښانه کړی چې ایا دعمرې نه دبندیز لرې کولو یا سږکال دحج ادا کولو

اراده هم لري که نه؟

دکرونا وایرس له امله سعودي عرب په عمره بندیز لګولی اؤ د حج په هکله یې هم لا غوڅه پرېکړه نه ده کړې چې سږکال به دنړۍ مسلمانانو ته دحج دفریضې ادا کولو اجازه ورکړي که نه؟

په عین حال کې دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي متحده عرب اماراتو هم تر ټولو ستر تجارتي اؤ دسیلګرۍ ایالت دوبۍ کې د اختر د څلورمې ورځې نه په کاروباري فعالیتونو بندیز کې دنرمښت اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې سحر دشپږو نه دماسخوتن ۱۱بجو پورې به خلک خپل روزګارونه اؤ نور فعالیتونه کولی شي.