شاته

طالبان وايي زر به د افغان حکومت یو شمېر قېدیان ازاد کړي

د افغانستان وسله والو طالبانو د افغان حکومت د دې اعلان هرکلی وکړی چې ۹۰۰ نور طالب قېدیان به د زندان څخه ازادوي او ویې وېل طالبان به هم زر د افغان حکومت یو شمېر بندیان ازاد کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهين د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر وویل طالبان به "ډېر ژر یو ښه تعداد بندیان خوشي کړي، انشاالله."

د طالبانو د دریځ نه وړاندې د افغانستان دملي امنیت دشورا ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا څانګې ته ویلي وو چې افغان دولت نن ۹۰۰نور طالب بندیان له بنده خوشې کوي چې مقصد یې د اوربند دوام اؤ دبین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره هوارول دي.

امریکا اؤ طالبانو په ۲۹مه فرورۍ قطر کې د سولې په یو تړون لاسلیکونه کړي چې ددې تړون له مخې به دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان له بنده خوشې کولی شي اؤ طالبان به هم دافغان دولت بندیان خوشې کوي.

افغان دولت تر دې دمخه هم ۱۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشي اؤ طالبان وایي هغوئ هم په لسګونو افغان سرتیري خلاص کړي دي.

سهیل شاهین د طالب قېدیانو ازادېدل ښه پرمختګ وبللو.

افغان حکومت او طالبانو د اختر په موقع د اور بند اعلان کړی و.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبری اداره وايي په داسې حال کې چې د طالبانو اعلان شوی درې ورځنی اور بند سر ته رسیږي داسې توقعات هم شته چې د قیدیانو د ازادېدو په نتیجه کې به په تشدد کې کموالی وشي او طالبان د ډزبندۍ په غځولو غور کوي.

ای پي د یو طالب مشر چې نوم یې نه دی څرګند کړی له قوله وايي که چېرې د قېدیانو د ازادېدو په ډول د اعلانونه پرمختګونه دوام لري نو ممکنه ده چې د ډز بندۍ د غځوولو په فېصله د وړاندې تګ امکان شته.

سهېل شاهین د طالب قېدیانو د ازادېدو په اړه خپل دریځ کې د ډز بندۍ د غځېدو په اړه څه وه نه وېل او د ټوېټر دلارې هغه ته د وي او ای ډیوه د لېږل شوي پوښتنې ځواب یې هم نه و وېلی.

ولسمشر اشرف غني داختر په وړومبۍ ورځ‌ په طالبانو غږ کړی ؤ چې نور باید دجګړو څخه لاس واخلي اؤ دخبرو دلارې دجنجال هواري ته راوړاندې شي.

طالبانو لا په سمدستي توګه د اشرف غني د اوربند غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی خو د هغه لخوا دطالب بندیانو دخوشې کولو دلړۍ چټک کولو ستائنه یې کړې ده