BBC
 شاته

په خپل پخلنځي کې د نورې نړۍ د خوړو خوند واخلئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بازار خواړه موندل ښايي اوس په ډېری سیمو کې و نه موندل شي، خو بدیل یې په خپل پخلنځي کې چمتو کېدای شي.

هغو کسانو ته چې له خوړو او سفر سره مینه لري، ښه زیری دا دی چې اوس د قرنطین پر مهال ان د خپل کور له خوندي پخلنځي هم د بېلابېلو هېوادونو د خوړو خوند څکلی شي او د کلتورونو رنګونه محسوسولای شي.

د دې یوه غوره لار سبارناری یا سهارنۍ ناشته بلل کېږي.

که څه هم داسې کسان شته، چې د سباناري خوړل خوند نه ورکوي، خو ځینې بیا داسې هم شته، چې د ورځې په پیل کې له خوړو ډېر خوند اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مکسیکو بازارونه تل له رنګ او خونده ډک وي.

ایملي ایلیسي هم له دغسې کسانو یوه ده، چې تر دریو کلونو پورې یې د بېلا بېلو هېوادونو د سباناري خوند څکلو لپاره سفرونه کړي دي.

نوموړي وايي، د سهار له خوړو د یوه هېواد د خلکو په اړه ډېر څه زده کولای شئ.

دا زیاتوي، هدف یې یوازې خواړه نه دي، بلکې د بېلا بېلو خلکو د سهارنۍ په هکله یې معلومات راټولول هدف دی.

دا وايي:

''د نورو خلکو غوندې سباناری پخول د هغو خلکو د ډېر شخصي وخت احساساتو معلومات درکوي او د نورو خلکو غوندې خوړو پخول د زرګونو کیلومتره لېرې اوسېدونکو خلکو په هکله معلومات درکوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو څه مصالحه د عادي خوړو رنګ او خوند بدلولی شي.

نوموړې د چین او سینګاپور خلکو د یو ډول شوروا یادونه کوي او وايي، د ماس هوني په نامه د مالدیپ اوسېدونکي یو ډول خواړه په سهارنۍ کې خوري، چې خورا خوندور دي:

''ښايي زړه ته مو و نه لوېږي چې تونه کبان او کوپره یا ناریل به ښه ګډوله نه وي، خو که یې له شنه مرچکي یا نارنج سره یو ځای کړئ، عجب خوند لري. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ناشته کې مو یوه پیاله هندی چای د هند ذایقه دسترخوان ته راوړلای شي.

ایلي چې د خوړو په اړه لیکوالي کوي وايي، ځینې سیمې په دې ارزي چې یوازې د خوړو لپاره انسان ورشي.

دغسې خواړه په خپل پخلنځي کې پخول کټ مټ داسې احساس درکوي چې دې سیمو ته مو سفر کړی.

دا وايي، د مکسیکو سټي خلک د چیلکویل په نامه یو ډول خوندور خواړه لري چې د رومیانو په روب کې یې نغاړي او برسېره پرې یو ډول قیماق اچوي.

دغه راز په لبنان کې خلک په بخار سره پاخه شوي نخود له اوږې، مستو او د پسه لم په وازده کې پخوي او له وچې ډوډۍ سره یې خوري.

نوموړې د هوايي سیمې سیمین نومي خواړه یادوي چې اصلاً د چین، جاپان او فلپین د خلکو دود دی.

دا وايي: د ایتوپیا د خلکو ناشته یا سباناری مې هم ډېر خوښ شو، دوی هګۍ له بېلا بېلو مصالحو سره په کوچو کې پخوي، چې ډېر خوندور راځي.

هغه زیاتوي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خوندور خواړه او یو څه تصور مې مو د بېلا بېلوسیمو په سفر بیايي

''او په مرکزي اسیا، ایران او ترکیه کې یا د دې هېوادونو بهر مېشتو خلکو کې د سبانارۍ خوندور دود له غنمینې ډوډۍ سره د تازه پنیر، ممیزو، شاتو، وچې میوې استعمال مو ناشته لا خوندوره وي. ''

ایملي ایلیسي په ناشته کې د خوړو تر څنګ د څښاک په توګه د چایو ستاینه کوی، چې په وینا یې د سباناري خوند مو دوه برابره زیاتوي.

نوموړې د قطر، متحده عربي اماراتو د اوسېدونکو چای یادوي چې وچ او واړه شوي هیل او شیدې ورسره ګډوي.

دا وايي که غواړئ د عربي نړۍ همدې دودیز چای ته د ختیځې اسیا څه نا څه رنګ او خوند ورکړئ، مرکز شیدې ورسره یوځای کولای شئ، چې په وینا یې د بېلا بېلو کلتورونو رنګونه یو ځای کوي.

هندیان بیا همدې تور چای ته ادرک یا سونډ، زیره او نورې مصالحې ورګډوی چې ځانګړی رنګ او خوند خپلوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مالدیپ ته تګ ښايي شونی نه وي، خو د مالدیپ خلکو په څېر خوراک ګرانه چاره نه ده.

خو د دې تر څنګ هغه څښاک چې د سهار په ناشته کې د ډېرو لپاره بې ساری بلل کېږي، قهوه یا کافي ده، چې دا هم بېلا بېل نړیوال رنګونه او بڼې لري.

د ترکانو قهوه یا د کیوبا کافیسیتو یې غوره بېلګې دي. دلته هم بسنه یوازې پر همدې نه ده، بلکې کولای شئ د ایران د خلکو ګلابي چای تجربه کړئ یا د ارجنټاین د خلکو دودیز یربا خوند وڅکئ.