BBC
 شاته

کورونا وېروس: ډنمارک مینانو ته پولې پرانیزي او د نورې نړۍ حال

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جرمني او ډنمارک تر منځ پوله د کورونا وېروس مخنيوي لپاره تړل شوې وه

په نړۍ کې د کوویډ- ۱۹ ناروغانو شمېر پنځه میلیونه او پنځه لکه کسانو ته رسېدلی او نژدې درې لکه ۴۶ زره کسان د همدې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب اندېښنو له کبله د کورونا احتمالي درملو هایډروکسي کلوروکوین ازموینه ځنډولې.

په برتانیا کې د کوویډ - ۱۹ له کبله د ۱۳۴ نورو کسانو له مړه کېدو وروسته په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ له کبله د ټولټال مړو کسانو شمېر ۳۷۹۴۸ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا نیویارک ګورنر یا والي په داسې حال کې د ټالۍ کړنګولو سره د نیویارک ونډو بازار پرانیست چې کاروباریانو ماسکونه پر مخونو پورې تړلي وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption برتانیا کې روغتیايي چارواکو ریمیدیسایور نومي درمل تایید کړي

جرمني بیا نورو اروپايي هېوادونو ته د سفر په هکله خپور شوی خبرداری د جون میاشتې له ۱۵ وروسته بېرته اخلي.

د فرانسې یوې خیریه ټولنې یو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې پکې مدیترانې سمندر کې ربړین دستکش یا لاسماغو ګان ښکاري. د دغې ادارې موسس دا د 'چاپېریال ککړتیا یو نوی ډول ' بللی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د هایډروکسي کلوروکوین خوړل درولي

کورونا؛ د اتریش ولسمشر د ګرځبندیز ماتولو له امله بښنه وغوښته

په اسپانیا کې د دچهارشنبې له ورځې وروسته د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو لپاره د ویر رسمي ۱۰ ورځني مراسم لمانځل کېږي. په اسپانیا کې د دغې ناروغۍ له کبله د ۲۷۱۱۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د روسیې ولسمشر پوتین وايي، هېواد به یې په دویمه نړیواله جګړه کې د بریا ۷۵ کلیزې لمانځلو لپاره پوځي رسم ګذشت تر سره کړي. د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین له کبله دغه مراسم چې معمولاً د مې پر نهمه تر سره کېږي، ځنډول شوي وو.

د پاکستان په لاهور ښار کې د ځوانو ډاکټرانو ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه ښار په عامه روغتون یا جنرل هسپتال کې د هغو ډاکترانو شمېر ۷۰ کسانو ته رسېدلی چې پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي دي.

د انځور حقوق IGMG Wetzlar FATİH CAMİİ
Image caption جرمني کې ایکیا نومي شرکت د اختر لمانځه لپاره مسلمانانو ته خپله ساحه کې انتظام کړی و

په اعلامیه کې پر ایالتي حکومت سختې نیوکې شوې او په خبره یې د ډاکترانو لپاره د قرنطین یا درملنې هیڅ اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

بل لور ته د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو د واده له مراسیمو ۱۲ کسان نیولي او قرنطین مرکز ته یې استولي دي.

ویل کېږي د فیصل سیمې دغه واده ته تر پنځه سوه پورې کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. یو ځايي چارواکی عمر مقبول وايي، د نیول شویو کسانو د وینې معاینات لابراتوار ته استول شوي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان حکومت د کورونا مخنیوي په پار د واده پر مراسیمو بندیز لګولی دی.

ډنمارک هغو جوړو ته خپلې پولې پرانیستې چې د قرنطین له کبله له یوه بله جلا شوي وو. د نوي امر له مخې هغه جوړې چې له قرنطین مخکې په دغه هېواد یا جرمني کې اوسېدل اوس کولای شي په ډنمارک کې یو ځای شي.

د انځور حقوق Assistant Commissioner Faisalabad
Image caption پاکستاني چارواکي وايي، په یوه واده کې نژدې ۴۵۰ کسانو ګډون کړی و، خو د پولیسو له ورتلو وروسته ډېری کسان وتښتېدل

د ثبوت په توګه له دې خلکو لیکلي پیغامونه، برېښنالیکونه او یا تصویرونه غوښتل کېږي. خو د عدلیې وزارت بیا وايي، راتلونکو ورځو کې به دغه شرطونه هم نرم شي او یوازې یوه لیک ته به اړتیا وي، چې دواړو لوریو لاسلیک کړی وي.