شاته

په کرونا ویروس اخته ناروغانو د ملاریا ضد درملو ازمویل ودرول شول

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' پر ناروغانو د ملاریا ضد درملو ازمویل ودرول.

دغه سازمان یا (WHO) له دوشنبې په کرونا ویروس اخته کسانو ته د هایدروکسي کلوروکین (Hydroxychloroquine) درملو کارول ودرول.

په کرونا ویروس یا 'کووېډـ۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو خوندیتوب ته ورپېښې اندېښنې، د دغو درملو د نه‌کارولو عمده دلیل ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مې ۲۶» په جنوا کې یوه انلاین کنفرانس ته وویل، تر دقیقې ارزونې او مطالعې وروسته په کرونا ویروس اخته کسانو ته د ملاریا ضد درملو ورکول ودرول شول.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي وو چې د 'کوویډ-۱۹' په ناروغۍ د اخته کسانو لپاره هایدروکسي کلوروکین دوا یوه درملنه ګڼل کېدای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ دا هم ویلي وو چې په خپله‌یې هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دغه درمل کارولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له بېلابېلو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د کرونا وایروس د بلې څپې د مخنیوي لپاره تدابیر او محدودیتونه په جدي ډول رعایت کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په وېډیویي کنفرانس کې د دغه سازمان د اضطراري پروګرامونو اجرائیه مدیر مایک راین وویل، ټول هېوادونه د دې لپاره چې د کرونا ویروس د بلې څپې قرباني نه‌شي، باید تدابیر ولري.

ښاغلی راین زیاتوي: "دا مهال باید د اروپا ځیني هېوادونه، د امریکا شمال او د نړۍ د نورو برخو هېوادونه له دې جملې د اسیا جنوب ختیځ عمومي روغتیایي تدابیرو ته داسې دوام ورکړي چې څارنه، ازموینې او جامع تګلارې دې په ټولنیزو اقداماتو سره عملي کړي. څو ډاډ ترلاسه شي چې د کرونا ویروس د کموالي پر مسیر وربرابر یو او سم دلاسه به د ویروس دوهمه څپه نه‌راځي."

د روغتیا نړیوال سازمان د مشر او غړو غونډه
د روغتیا نړیوال سازمان د مشر او غړو غونډه

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په داسې حال کې پر روغتیايي تدابیرو ټینګار وکړ چې په هغه ورځ یعنې دوشنبه زیاتو هېوادونو د محدودیتونو کمولو خبر ورکړ.

په جاپان، امریکا متحده ایالاتو او زیاتو اروپايي هېوادونو کې تر څو میاشتنیو محدودیتونو وروسته مقررات نرم شوي دي.

اسپانیا چې په اروپا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ډېر شمېر په‌کې ثبت شوی، له مادرید او بارسلونا ښارونو دوه میاشتنی قرنطین لیرې کړ.

په جرمني کې په ۱۶ ایالتونو کې رستورانتونه بېرته پرانیستل شوي او اکثریت محدودیتونه لیرې شوي دي.

په جاپان کې صدراعظم شېنزو ابې اعلان وکړ چې له دوشنبې په دغه هېواد کې اضطراري حالت پای ته رسېدلی او محدودیتونه هم تر ډېره کم شوي دي.

خو په امریکا کې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو او مړو شمېر په‌کې تر ټولو لوړ دی، که څه هم په زیاتو ایالتونو کې کار و بارونه بېرته پرانیستل شوي، خو په ځینو ښارونو او سیمو کې محدودیتونه پر ځای پاتې دي.

اسپانیا کې رفع شوي محدودیتونه
اسپانیا کې رفع شوي محدودیتونه

ځیني کسان اندېښنه لري چې په بارونو، سواحلو او د ګڼه ګوڼې په ځایونو کې د خلکو پراخ حضور به په امریکا کې د کرونا وبا لا خپره کړي.

په بل خبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر څو اوونیو وروسته بېرته کرملېن ته ستون شو.

راپورونه وايي د روسیې په ځینو سیمو او ښارونو کې چې کم‌خطره ګڼل شوي، محدودیتونه کم کړای شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دوشنبه په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې پنځه نیم میلیون وګړو ته ورسېد.

په دې ویروس د مړینو شمېر هم تر ۳ لکو او ۴۶ زرو ته رسېدلی دی.

تر دوشنبه په نړۍ کې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د روغو شویو کسانو شمېر شاوخوا دوه میلیونه او دوه لکه و.