BBC
 شاته

د روغتیا نړیوال سازمان ولې د لاسماغانو سپارښتنه نه کوي؟

لاسمغان د انځور حقوق Getty Images
Image caption لاسمغانو کې هرځل لاس ننویستل هم پر وېروس لاسونه ککړېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د لاسماغانو په لاس کول د کورونا وېروس خطر لوړوي، ځکه ښايي د ککړو ځایونو موښل، دا وېروس نورو ځایونو ته ولېږدوي، د لاسماغانو ناسمه اغوستنه او د لاسونو کم وینځل هم ددې وېروس په لېږد کې مرسته کوي.

په سوپر مارکیتونو او عمومي ځایونو کې څنګه؟ هلته هم له لاسماغانو کار وانخلو؟

نه، د روغتیا نړیوال سازمال پر واټن ساتلو او په سوپر مارکیټونو کې د مېکروب ضد درملو پر شیندلو ټینګار کړی دی.

هغه کارکوونکي چې له خوړو سر او کار لري، ښايي لاسماغان پر لاس کړي خو باید وخت په وخت یې بدل کړي او لاسونه هم باید ووینځي. که له خوړنیزو توکو پرته پر نورو څیزونو لاس وهي، د بېلګې په ډول دروازه پرانیزي هم باید لاسماغان خپل بدل کړي.

یوه ستونزه شته، د امنیت دروغجن احساس دی، هغه دا چې هغه څوک چې لاسماغونه لري ښايي لاسونه کم ووینځي.

لاسمغانو کې هرځل لاس ننویستل هم پر وېروس لاسونه ککړېدای شي.

اوس که داسې وګڼو چې دا لاسمغان مو هرځای موښلي او هغه په خپل بدن ووهو، دا هم کېدای شي د کورونا د وېروس خطر زیات کړي.

بل خوا، روغتیاپالان د ځان او د ناروغانو د خوندیتوب لپاره اړ دي چې د یوه ځل لګښته لاسمغانو څخه ګټه واخلي. له لاسماغانو ناسمه ګټه دا چې نورو ته د وېروس د لېږد لامل کېږي کولی شي په روغتونونو او نورو ځایونو کې د خوندیتابه د وسایلو کمښت رامنځته کړي.