BBC
 شاته

لندن کې 'کوچنی هند'؛ سیمه په افغان نومونو

کابل روډ د انځور حقوق @Yah watan Yah kapn
Image caption کابل روډ

د برتانیا مرکز لندن ته نژدې د یوې سیمې واټونه له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې په افغان نومونو یادېږي. د لندن ښار سوېل ختیځ کې دا پرته سیمه چې په "کوچني هند" هم مشهوره ده، په افغانستان کې او سوېلي اسیا کې د برتانوي امپراتورۍ د شتون او د دویمې افغان - انګلیس جګړې په یاد نومول شوې.

زموږ همکار یما بارز هلته ورغلی او د سیمې له اوسېدونکو سره په دې تړاو غږېدلی دی.

د برتانیا پلازمېنې لندن مرکز ته نږدې د یوې سیمې وآټونه له څه باندې یوې پیړۍ راهیسې په افغان نومونو یادیږي، د لندن ښار سوېل لوېدیځ کې پرته دا سیمه چې په کوچني هند هم مشهوره ده، په افغانستان او سوېلي اسیا کې د برتانوي امپراطورۍ د شتون او د دویمې افغان-انګلیس جګړې په یاد نومول شوي.

د کابل، کندهار او پښتونخوا د ښارونو په نومونو نومول شوي واټونه (کندهار روډ، کابل روډ، خېبر روډ او افغان روډ). دا سیمه د لندن سوېل لوېدیځ لورته وانزورډ کې پرته ده.

د ده سیمې په تړاو برتانوی ورځپاڼې انډیپنډینټ کې راغلي، دغه سره نژدې پراته واټونه د افغان-انګلیس د دویمې جګړې په یاد په افغان نومونو نومول شوي دي.

د افغانانو او برتانوي امپراتورۍ ترمنځ دویمه جګړه ۱۸۷۸ میلادي کال کې ونښته او تر ۱۸۸۱ پورې یې دوام وکړ، د دې سیمې په تړاو ثبت شوي رسمي مالومات ښيي چې دا واټونه هماغه وخت جوړ شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان - انګلیس له لومړۍ جګړې وروسته، له کابله د برتانوي ځواکونو وتل (جنوري ۶، ۱۸۴۲)

د کندهار روډ یوې عمر خوړلې اوسیدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي، له څه د پاسه ۶۰ کلونو راهیسې په دغه واټ ژوند کوي او اورېدلې یې دي چې د برتانیا د امپراتورۍ پر مهال دلته له هند سره تړاو لرونکو چارواکو ژوند کاوه او د سیمې د واټونو لپاره د دغه نومونو غوره کول ښايي له همدې موضع سره تړاو لري:

"زه شاوخوا ۲۰،۲۲ یا ۲۴ کلنه وم چې دې سیمې ته راغلم، اوس مې عمر ۸۰ کاله دی، له هغو وختونو یوازې یو بل کس دلته ژوند کاوه، د دې ځای یوه سپین ږيري چې اوس مړی شوی موږ ته به یې ویل دلته هند سره تړاو لرونکو لوستو خلکو ژوند کاوه چې سفارتونو، بانکونو او یا نورو لوړو ځایونو کې یې دندې لرلې. په دې نه یم خبره چې کندهار هندی نوم دی یا که بنګالی نوم دی؟ او د دغې سیمې له اوسېدونکو سره یې څه تړاو درلود؟ دا هغه سپین ږیري سړي راته ویلي و. دلته ډېر څه نه دي بدل شوي، خو اوس دلته ډېر ځوانان مېشت شوي او پخوانیو خپل کورونه خپلو لمسیانو ته پرېښي یا یې پلورلي او له لندنه بهر تللي دي."

د لندن په سوېل لوېدیځ کې دا سیمه د لېټل انډیا یا د کوچني هند په نامه هم پېژندل کیږي، سوېلي اسیا کې د برتانیا د امپراتورۍ د حضور یوه یادګیرنه، د سیمې اوسېدونکي هم په ناسمه داسې انګېري چې ګواکې کندهار، کابل او خېبر هند پورې اړوند نومونه دي.

د انځور حقوق FB: Qissa Khwani
Image caption کندهار روډ - لندن
د انځور حقوق FB: Mohammed Sardar Mirkhel
Image caption کوهاټ روډ
د انځور حقوق @Yah watan Yah kapn
Image caption خیبر روډ

خو د خېبر روډ دا اوسیدونکې وايي، د واټونو دا نومونه او لیکدود ورته نامعموله برېښېده، نو له دې امله یې ورپسې د مالوماتو په لټه کې شو:

"کله مو چې دې ځای ته کډه کوله مېړه مې راته وویل، دا سیمه کوچنی هند نومیږي، نو راغلم چې دا سیمه وګورم، د واټونو نومونه مې چې ولیدل لکه کندهار، کابل او خېبر فکر مې وکړ چې دا خو ډېره په زړه پورې ده، نو په دې تړاو مې د مالوماتو لټه پیل کړه، ټول هغه جزییات مې چې ولوستل او ځان مې پوهاوه چې دا نومونه له کوم ځایه راغلي دي، دا نومونه په ۱۸۸۰ کلونو کې غوره شوي، ځکه شاوخوا هماغه وخت کې دا واټونه جوړ شول، املاء یې هم راته په زړه پورې وه، نن موږ کابل بېل ډول لیکو، نو بیا زه پوه شوم چې د لندن د دغې برخې او هغې سیمې تړاو شته چې نن ورځ افغانستان نومیږي."

د انځور حقوق Yah watan Yah kapn
Image caption افغان روډ

خو ټولو ته د واټونو د دغه نومونو په اړه تلوسه نه وه پیدا شوې، (کري) چې د سیمې بله اوسېدونکې ده وايي، سره له دې چې د څو کلونو راهیسې پر کندهار روډ ژوند کوي دا ورته نه وه معلومه چې ولې دا واټ کندهار نومول شوی، خو وايي افغانستان د یوه بډایه کلتور لرونکي هېواد په توګه ښه پېژني:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان- انګلیس دویمېه جګړه، د میوند جګړې کښل شوی انځور (جنوري ۲۷، ۱۸۸۰)

"زه په دې خبره یم چې دلته ځینې واړه واټونه لکه کندهار روډ او ورسره په تقاطع کې کابل روډ شته، خو په دې نه پوهېدم چې دا نومونه دې په یوه ځانګړي دلیل غوره شوي وي، خو د افغانستان په اړه بیا پوهېږم خبرونو ته چې ګورم نو بیا مو په ذهن کې داسې یو انځور جوړ شي چې نارامه ځای دی، خو بل اړخ ته له تنوع ډک او بډایه کلتور لري. نو یو ډول ګډ انځور یې شته."

افغانستان د ګڼو ویجاړونکو جګړو ډګر پاتې شوی او زرګونه میله لېرې په لندن کې لږ تر لږه د یوې جګړې یادونه پر واټونو د افغان ښارونو د نومونه په بڼه خوندي دي.